په افغانستان کې د مرستو د اړتیا د لوړې کچې او بودیجې کموالي اندېښنې رامنځته کړي

په نیمروز کې دغه مېرمنې د بېوزلۍ له کبله سوال کولو ته اړې شوې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا په افغانستان کې د بشري مرستو د اړتیا د لوړې کچې او د بودیجې د شدید کمښت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

یادې ادارې د شنبې په ورځ د جون په ۱۵مه "د افغانستان په بودیجه کې بحراني تشې" په نوم په خپل تازه راپور کې ویلي چې د جون تر نیمایي پورې، د ۲۰۲۴م کال د افغانستان د بشري اړتیاوو او ځواب ورکوونې پلان (HNRP) لپاره د ابتدایي غوښتل شوې بودیجې یواځې ۲۰.۱ سلنه چې ۶۱۵.۷ میلیونه امریکايي ډالره دي، ترلاسه شوې ده.

اوسمهال، په افغانستان کې بشردوستانه ځواب ورکوونې پلان د شاوخوا ۲.۴۵ میلیارد ډالرو بودیجې له کمښت سره مخ دی چې له ډلې یې ۱.۱ میلیارد ډالره د بودجې بحراني تشه ده.

ارشیف: په کابل کې اړمنې مېرمنې او ماشومان

اوچا ویلي، دا کمښت په داسې حال کې دی چې په افغانستان کې بشري اړتیاوې د خوړو د نه خوندیتوب او خوارځواکۍ د لوړې کچې، اوږدمهاله بې ځایه کېدو، د چاودېدونکو توکو پراخې ککړتیا، پرله‌پسې طبیعي افتونو، د ساري ناروغیو خپرېدو او د اقلیم د بدلون اغېزو له امله خورا شدیدې دي.

د اوچا په راپور کې دغه شان په افغانستان کې سیاسي ناندرۍ او د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې را په‌دې‌خوا د ښځو او نجونو د حقونو په اړه د اوسني چارواکو له‌خوا د لا ډېرو محدودوونکو پالیسیو تطبیق د بشري اړتیاوو د ډېرېدو د لاملونه په توګه یاد شوي چې مرستې او خدماتو ته د هغوی د لاسرسي او په عامه ژوند کې یې د ښکېلتیا مخه نیسي.

راپور زیاتوي، په تېرو دوو میاشتو کې درې کلنه پرله‌پسې وچکالي او پسرلني بارانونه د هېواد په لویو برخو کې د سېلابونو راوتلو لامل شو چې په پایله کې یې ۱۲۰زره کسان اغېزمن او خلکو، کرنۍ او مالدارۍ ته پراخ زیانونه واوښتل.

وروستیو سېلابونو په بغلان کې خلکو ته سر او مال درانه زیانونه اړولي دي.

د بشري مرستو لپاره د بودیجې د کمښت په اړه د مرستندویه سازمانونو دا اندېښنې داسې مهال دي چې یو شمېر سېلاب ځپلي او بېوزلي کسان وايي، چې د ورځې په تېرېدو یې بشري مرستو ته اړتیا ډېرېږي.

په بغلان ولایت کې سېلاب ځپلي محی‌الدین ازادي راډيو ته وویل: "د بغلان خلک بېوزلۍ ډېر ځپلي دي. د خلکو کرنیز محصولات له منځه تللي او اقتصادي ستونزې یې زیاتې شوي دي. موږ سره هیڅ مرسته نه ده شوې. زموږ هیله له برحاله نظام او اړوندو مرستندویه ادارو څخه دا ده چې د خلکو د اقتصادي ستونزو په برخه کې کوټلي ګامونه واخلي."

د کابل ښار اوسېدونکې ماریا، چې د خپلې کورنۍ سرپرسته هم ده، وايي چې ټول ژوند یې بشري مرستو پورې تړلی دی ځکه په خبره یې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته وزګاره شوې ده.

د کابل اوسېدونکې ماریا وايي: هیڅ څوک نه‌لرم چې کار وکړي، ډېره بده ورځ ده راباندې ماشومان مې واړه دي. زوی مې ۷ کلن دی د کار نه دی.

هغه وايي: "هیڅ هم نه‌لرم، په کور کې نه خوړلو ته نه اغوستلو ته. خاوند مې روږدی و، څه مې چې درلودل خرڅ یې کړ. هیڅ څوک نه‌لرم چې کار وکړي، ډېره بده ورځ ده راباندې ماشومان مې واړه دي. زوی مې ۷ کلن دی د کار نه دی."

د یادونې ده چې مخکې تر هم یو شمېر نړیوالو سازمانونو اندېښنه ښودلې وه چې وروستیو سېلابونو او له پاکستانه د افغان کډوالو راستنېدو په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا زیاته کړې ده.

د خوړو نړیوال پروګرام یا "ډبلیوایف‌پي" وايي، سږ کال په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.