راپور: له پاکستانه افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی

له پاکستانه د ایستل شویو افغان کډوالو کډې چې افغانستان ته روانې دي.

له بېلابېلو سازمانونو جوړ د مرستندویه بنسټونو ائتلاف وايي، د تېر کال له سپټمبر میاشتې را په‌دې‌خوا له پاکستانه افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

په داسې حال کې، چې له پاکستان افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ لا هم روانه ده، له بېلابیلو سازمانونو جوړ د مرستندویه بنسټونو ائتلاف، وايي، د تېر کال د سپټمبر میاشتې د ۱۵مې نېټې را په‌دې‌خوا له یاد هېواده د ستنېدونکو افغان کډوالو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

یاد ائتلاف په خپل تازه راپور کې چې د مې په ۲۲مه ې خپور کړی، ویلي چې تر ۵ لکه او ۸۹زره او ۷۰۰ زیات افغان کډوال د مې تر ۱۸مې له افغانستانه بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي چې د راستنېدونکو کډوالو شمېر د اکټوبر په لومړیو کې د ورځې تر ۲۰۰ لږو کډوالو څخه د نومبر په لومړیو کې تر ۲۵زرو زیاتو کډوالو پورې لوړ شوی دی.

د مرستندویه بنسټونو ائتلاف د راپور له مخې څه باندې ٣٧٦زره کډوال د تورخم له لارې او تر ١٩٦زرو ډېر د سپين بولدک له لارې له پاکستانه هېواد ته ستانه شوي دي.

له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال چې اوس کندهار ته رسېدلي دي.

د خرلاچي او غلام خان له لارو بیا د لږ شمېر پناه غوښتونکو ستنېدل ثبت شوی دي.

د دغه ائتلاف د شمېرو پر بنسټ، په دې شمېر ستنو شویو افغان کډوالو کې ۶۲ سلنه يې ماشومان او تنکي ځوانان دي چې ۲۰ سلنه يې تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان او ۴۸ سلنه يې ښځې دي.

د کډوالو نړیوال سازمان، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د ډنمارک او ناروې د پناه غوښتونکو د شوراګانو، د خوړو نړیوال پروګرام، د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون په ګډون یولس سازمانونه د دې ائتلاف غړي دي.

په ورته وخت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ یا "یواین‌ایچ‌سي‌آر" د مې په ۲۲مه په یوه راپور کې لیکلي چې د راستنېدنې پر مهال د ډېرې راستنېدونکو حقونه د بېلابېلو اړخونو له‌خوا نقض شوي او دوی په هغو سیمو کې چې ورستنېږي له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.

له پاکستانه افغانستان ته ستانه کړل شوي یو شمېر کډوال هم د خپل خراب اقتصادي وضعیت او د اړین ملاتړ له نه شتون شکایت کوي.

عزیزالله وايي: روغتیايي مرکزونو کې درمل او نور خدمات نه شته. موږ حیران یو چې د غرمۍ خواړه پیدا کړو که د ماښام. موږ خپلو ماشومانو ته سخت وارخطا او په تشویش کې یوو.

یو له دوی څخه عزیزالله چې اوس په وردګو ولایت کې اوسېږي او شاوخوا دوه میاشتې وړاندې خپل هېواد ته ستون شوی، ازادي راډيو ته وویل: "له هغه ځایه وشړل شو، هر څه مو هلته پاتې شول. دلته زاړه کورونه دي، اقتصاد صفر دی. کاروبار نه شته. روغتیايي مرکزونو کې درمل او نور خدمات نه شته. موږ حیران یو چې د غرمۍ خواړه پیدا کړو که د ماښام. موږ خپلو ماشومانو ته سخت وارخطا او په تشویش کې یوو."

د ازادي راډیو خبریال د راستانه شویو کډوالو د ستونزو د حل لپاره د طالبانو حکومت د اقداماتو په اړه د دوی ویاند ذبیح‌الله مجاهد وپوښت، خو د راپور تر خپرېدو پورې یې پوښتنې ځواب نه‌کړې.

هممهاله هغه کډوال چې په پاکستان کې دي او د راستنېدو له ګواښ سره مخ دي، وايي چې که بېرته افغانستان ته ستانه کړل شي، ډېرو ستونزو سره به مخ شي.

د پاکستان په کراچۍ ښار کې افغان کډوال سراج ازادي راډيو ته وویل: "ډېری هغه کسان چې په ۲۰۲۱م کال کې پاکستان ته کډوال شوي دا هر یو چې افغانستان ته ولاړ شي له ګواښ سره مخ کېږي. موږ د پاکستان له حکومت او نړیوالې ټولنې غواړو چې د دوی د برخلیک په اړه فکر وکړي چې که دوی ډیپورټ شي برخلیک به یې څه وي؟"

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړیوال سازمان یا "آی‌اوایم" تر دې مخکې اندېښنه ښودلې وه چې په پاکستان کې مېشت افغانان د پولیسو له لوري له ځورونې او خپل هېواد ته له ستنېدو وروسته د بېکارۍ او بې کورۍ له ستونزو سره مخ دي.

د یادونې ده چې د کډوالۍ نړیوال سازمان تر دې مخکې ویلي وو چې د ۲۰۲۳م کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۴م کال تر اپرېل پورې له ایران او پاکستان څخه تر یونیم میلیون ډېر افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه کړل شوي دي.