د ایران ختیځ کې هیلیکوپټره نسکور شوې؛ د ایران ولسمشر، بهرنیو چارو وزیر او ځینې نور چارواکي په کې مړه شوي

د ایران د سرې میاشتې ټولنې دغه انځور خپور کړی چې په  کې ښکاري نسکوره شوې هیلیکوپټره ټوټې ټوتې شوې ده. 

امبولاس او د ژغورونکو ډلې هغې سیمې ته روان دي چې ویل کېږي د ایران د ولسمشر او مل پلاوي هیلیکوپټره هلته لوېدلې.
دلته د ژغورنې عملیات د خرابې هوا له کبله له ستونزو سره مخ شوې وې، خو نن سهار د دې نسکورې شوې ټوټې وموندل شوې.

د ایران د اذربایجان شرقي په ورزغان سیمه کې ژغورونکې ډلې د هیلیکوپټرې د وژل شوې عملې د ژغورنې عملیاتو پر مهال لیدل کېږي

د عکس منځ کې د ایران مړ شوی ولسمشر ابراهیم رییسی او چپ لور ته د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان چې د هیلیکوپټرې په پېښه کې له هغه سره یوځای مړ شوی دی.

دغه هیلیکوپټره چې د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او نور حکومتي چارواکي یې لېږدول، پرون د خرابې هوا له کبله د ایران په شمال لوېدیځ کې نسکوره شوه.
 

د ایران رهبر ایت الله علي خامنه‌اي پرون ویلي، د ایران خلک دې اندېښنه نه کوي، ځکه د ده په وینا د دغه هېواد په چارو کې به هېڅ ډول ځنډ او خنډ رانه شي.
 

ابراهیم رییسي په اذربایجان شرقي ولایت کې چې له اذربایجان سره څېرمه پروت دی، د "قیز قلعه سي" په نوم د اوبو یو بند پرانیست، په دغو مراسمو کې د اذربایجان ولسمشر الهام علییف هم برخه درلوده.
دغه انځور د مې په ۱۹مه  اخیستل شوی او له دې پروګرام وروسته د ایران د ولسمشر او د هغه د ملګرو هیلیکوپټره په یوه ځنګلي او غرنیزه سیمه کې نسکوره شوه او نن سهار یې ټوټې وموندل شوې.

د نسکورې شوې هیلیکوپټرې پېښه کې د وژل شوي ایراني ولسمشر ابراهیم رییسی انځور.
دغه انځور د ایران د نننۍ کابینې په غونډه کې د رییسي د ناستې ځای کې ایښودل شوی دی.

 
 

توندلاری سیاستوال ۶۳ کلن ابراهیم رییسي په ۲۰۱۷م کال کې د حسن روحاني په وړاندې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ماتې خوړلې وه، خو په ۲۰۲۱م کال کې د ایران د ولسمشر په توګه وټاکل شو.