د بغلان د ځينو سېلاب ځپليو ادعا: لازمې مرستې نه دي رارسېدلي

د بغلان یوه سېلاب ځپلې سیمه

د افغانستان په شمال ختیځ بغلان ولایت کې د مرګونو سېلابونو له راوتلو یوه اوونۍ وروسته هم سېلاب ځپلې ادعا کوي چې لازمې مرستې نه دي وررسېدلي.

د بغلان ولایت د بُرکې ولسوالۍ اوسېدونکی شکرالله وايي٬ خلک لا هم د څښاک لپاره پاکو اوبو او خوراکي توکو ته لاسرسی نه لري.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل: "خلک لا هم سرپناه نه لري، پاکې اوبه نه شته، د ډاکترانو کمښت دی، نور روغتیايي خدماتو ته لاسرسی کم دی، وضعیت لا هم عادي شوی نه دی، اکثرو خپل عزیزان له لاسه ورکړل، د هغوی غمونه تازه دي."

په بغلان کې د اوښتو زیانونو یوه څنډه

د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د لقیو سیمې یو اوسېدونکی او سېلاب ځپلي چې نه غواړي په راپور کې یې نوم واخیستل شي ازادي راډیو ته یې وویل، کور یې ټول سېلابونو ویجاړ کړی٬ خو د یو خیریه بنسټه له لوري یوازې د یو څو جوړه جامو مرسته ورسره شوې ده.

هغه وايي: "د سېلابونو د شدت له امله له خپلو کورونو بېځایه شوو، د سیمې ډېر خلک مو مړه شول. په لقيو سیمه کې ډېر زیات مالي او ځاني زیانونه رامنځته شول. له بده مرغه د غیر دولتي بنسټونو له لوري خلکو ته یو څه جامې او خوراکي توکي ورکړل شول٬ خو دولت هېڅ ډول مرسته نه ده کړې، موږ له دوی د مرستو غوښتونکي وو."

خو د طالبانو تر کنترول لاندې باختر اژانس خبر ورکړی چې د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بېلابیلو ادارو له مسوولانو سره په بغلان کې سېلاب ځپلو سره د مرستو په اړه کتلي او هغوی ډاډ ورکړی چې د خپلو بشري مرستو تر څنګ به پراختیايي برخو کې هم مرستې کوي.

په خبر کې راغلي چې د دغو ادارو مسوولانو ویلي چې تراوسه یې په بغلان کې له ۱۵زره سېلاب ځپلو سره مرستې کړي دي.

په خبر کې د عبدالغني برادر په حواله ویل شوي چې په دغه ولایت کې وروستیو سېلابونو د خلکو د کورونو او سرپناوو تر څنګ ۱۹ روغتونونه، ۱۹ ښوونځي، ۱۱۵ واړه پلونه، د اوبو ګڼ لوی او واړه کانالونه او ۶۰ کیلومتره سړکونه هم ویجاړ کړي دي.

بغلان ولایت د پغلان ولايت د غويي په ٢١ مه ناوخته د مرګوني سېلابونو شاهد و چې خلکو ته یې درانه مالي زیانونه هم اړولي، د طالبانو حکومت مخکې ویلي وو چې په دغو سېلابونو کې تر ۲۶۰۰ کورونه او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړ شوي او له ۱۰۰۰ زیات څاروي هم مړه شوي دي.

Your browser doesn’t support HTML5

د بغلان فلول کلی؛ سېلابونو دې سیمې ته خورا ډېر زیانونه اړولي

په بغلان ولایت کې رضاکار اسلام الدین څرګند خلکو ته د مرستو رسولو په اړه ازادي راډیو ته وویل: "دلته خو خلک په ډېر بد حالت کې دي. مونږ چې د نورو بنسټونو په مرسته خلکو ته څه ناڅه مرستې هم چې رسوو؛ مثلا برکې کې ځینو سیمو کې ان د هیلیکوپټرو له لرې مرستې ورلېږو، ځکه چې هلته ځمکې ټولې اوبو وړي دي."

د روغتیا نړیوال سازمان "ډبلیو ايچ او" په خپل وروستي راپور کې چې پرون یې خپور کړی ویلي چې برکه او نهرین ولسوالۍ مرستو تر لاسه کولو لپاره د پام وړ ستونزو سره مخ دي او باید مرستې د هوا له لارې ورورسول شي.

دغه سازمان بغلان کې د وروستیو سېلابونو له امله د مړو شویو شمېر د مې تر ۱۶مې نېټې ۲۱۴ او د ټپیانو ۳۲۸ ښودلی چې په خبره یې ۱۲۸ کسان په کې له پنځو کلونو کم عمره ماشومان او ۲۰۲ یې ښځې دي.

د یادونې ده چې مخکې د طالبانو حکومت اړوندې ادارې او یو شمېر نړیوال سازمانونه په بغلان ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله د مړو شویو او ټپیانو د شمېر په اړه یوه خوله نه وو او بېلابېل ارقام یې وړاندې کړي وو چې په ځینو کې د مړو شویو شمېر تر ۳۰۰ زیات ښودل شوی و.