پاکستان: امریکا سره مو د ټي ټي پي او داعش خراسان خلاف د مبارزې په اړه خبرې وکړې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت انګړ- ارشیف

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي پاکستان او امریکا په دې باور دي چې د ټي ټي پي، داعش خراسان او نورو ترهګرو ډلو سره ګډه مبارزه به په سیمه کې امنیت راولي او له بهر د ترهګرۍ ګواښونه به له منځه یوسي.

دغه وزارت په خپله اعلامیه کې ویلي چې د ترهګرۍ ضد ګډې مبارزې په سر یې یو لوړپوړي ډپلوماټ دا اوونۍ له امریکايي چارواکو سره خبرې کړي.

د اعلامیې په اساس، د ملګرو ملتونو او اسلامي همکاریو سازمان په چارو کې د د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سید حیدر شاه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ترهګرۍ ضد د هڅو همغږې کوونکې الیزابت ریچارد سره د ترهګرۍ ضد د هڅو او همکاریو په باب په واشنګتن کې خبرې کړي.

پاکستاني چارواکو ویلي چې هېواد له اوږدو کلونو راهیسې د ترهګرۍ قرباني دی او په دې برخه کې د نړیوالو په تېره بیا امریکا همکاریو ته اړتیا لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت منلې چې د ترهګرۍ ضد مبارزو په اړه د امریکا او پاکستان تر منځ د ورته ناستو له تېرې دورې چې د ۲۰۲۳ کال په مارچ کې ترسره شوې تر دې دمه امریکا د پاکستان ۳۰۰ امنیتي ځواکونه روزلي او مرستې یې ورسره کړي.

پاکستان همداراز له ترهګرۍ سره د مبارزې به برخه کې د ظرفیتونو په لوړولو، د تجربو د تبادلې او د پلټنو د تګلارو د عملي کولو په مسلې ټينګار لري.

د پاکستان او امریکا تر منځ په وروستیو څو کلونو په تېره بیا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له دورې وروسته اړیکې د پخوا په څېر مضبوطې نه دي پاتې.

ډېر کم پېښ شوي چې د امریکا لوړپوړي چارواکي پاکستان ته سفر وکړي یا د همکاریو په اړه خبرې وشي.

د امریکا پخوانۍ ادارې په تېره بیا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له پاکستان سره ګڼې همکارۍ چې پکې د میلیاردونو ډالرو مرستې وې بندې کړي او دلیل یې راوړی و چې پاکستان له ترهګرۍ سره مبارزه کې امریکا دوکه کړې.

د امریکا مخکیني ولسمشر ټرمپ پر پاکستان میلیاردونه ډالره مرسته بنده کړې او ویلي وو چې دغه هېواد د ترهګرۍ ضد مبارزه کې امریکا دوکه کړې ده

خو د پاکستان د ادعاوو په اساس په افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د پاکستان په خاوره کې ترهګر بریدونه دوه برابره شوي.

پاکستاني چارواکو تل تور لګولی چې په افغانستان کې واکمن طالبان له ترهګرۍ سره په مبارزه کې همکاري نه کوي.

وروستی وار د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد شریف تېره اوونۍ خبرداری ورکړی وو چې د پاکستان پوځ به د خپلو خلکو او خاورې د امنیت د ساتلو لپاره تر هر ممکنه بریده د ترهګرو د له منځه وړلو لپاره مخته لاړ شي.

د تازه راپورونو په اساس، د پاکستان پوځ د تېرې اوونۍ په وروستیو کې د پکتیکا په ګومل او وړممۍ ولسوالیو کې ځینې سیمې بمبار کړي.

ځايي خلکو ویلي چې د پاکستان جټ الوتکو هوایي بریدونه وکړل او یو شمېر خلکو ته یې مرګژوبله هم واړوله.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت بیا که څه هم په پکتیکا د بریدونو د خبرونو په اړه څه نه دي ویلي خو مخکې یې د پاکستان هغه ادعاوې رد کړې وې چې ګواکې ټي ټي پي یا نورې وسله والې ډلې له افغان خاورې په استفادې په پاکستان بریدونه کوي.