یو شمېر پاکستاني رسنۍ: پاکستان ته په ناقانونه توګه راغلي ۲۱۰ تنه افغانان نیول شوي

د پاکستاني پولیسو لخوا د یو شمېر نیول شویو افغانانو تصویر - ارشیف

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې ۲۱۰ افغانان چې د پاکستان او افغانستان د پولي له لارې، دغه هېواد ته په ناقانونه توګه دننه شوي وو، د مې په اتمه په دغه هېواد کې نیول شوي دي.

د دنیا نیوز په خبر کې راغلي چې په نیول شویو کسانو کې ۴۰ مېرمنې او ۲۰ ماشومان هم شامل دي.

په خبر کې وړاندې راغلي چې دغو کسانو غوښتل د پاکستان له لارې ایران ته واوړي چې ټول نیول شوي افغانان د پوځیانو له لوري د نوکنډي چارواکو ته سپارل شوي او لا زیاتې څېړنې به امنیتي چارواکي کوي.

نوکنډي د پاکستان په بلوچستان ایالات پورې اړوند یوه سیمه ده.

دا خبر څو نورو پاکستاني ورځپاڼو هم خپور کړی، خو د پاکستان حکومت کومې ادارې تر اوسه رسمي نه دی تایید کړی.

هڅه مو وکړه د نیول شویو کسانو له کورنیو او هم په پاکستان کې د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت له چارواکو سره وغږیږو، خو بریالي نه شوو.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر افغان کډوالو ادعا کوي چې پاکستاني پولیس بې اسناده کډوال ځوروي او نیسي یې.

د پاکستان په اسلام اباد کې مېشت افغان کډوال، علي ادعا کوي چې یوه نیمه میاشت وړاندې له ملګري سره یې نیول شوی و :

" دا د کډوالو ستونزه ده چې د پاکستان پولیس له کډوالو څخه پیسې اخلي. زه یې د سهار له نهو بجو د شپې تر ۱۲ بجو وساتو او بیا غوښتل یې دیپورټ مو کړي خو کله یې چې زموږ څخه ۲۰، ۲۵ زره کلدارې واخیستې، موږ یې خوشې کړو."

پاکستاني پولیس تل د افغان کډوالو په ځورولو او ورڅخه په پیسو اخیستو تورن شوي - تصویر له ارشیفه

یو بل افغان کډوال، سراج هم ادعا کوي، سره له دې چې د کډوالۍ ټوکن یې درلود، خو د ویزې نه لرلو له امله نیول شوی و او په ټکو یې شاوخوا څلور میاشتې د کراچۍ په زندان کې و په داسې حال کې چې زیاتوي، روغتیايي حالت یې هم ښه نه و.

" ناروغان زیات و، ډېر هغه کسان وو چې قانوني اسناد یې نه لرل، د سپین بولدک له لارې راغلي وو، په زندانونو کې و. ما به سهار او شپه د زندان په روغتون کې اکسیجن اخیست. څلور میاشتې او لس ورځې په زندان کې وم بیا په ضمانت ووتم."

د پاکستان حکومت هم مخکې په وار- وار ویلي چې په دغه هېواد کې بې اسناده کډوال نه پرېږدي او خپلو هېوادونو ته به یې ستانه کړي چې په دې لړ کې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ یې تېزه کړې ده.

نه یوازې پاکستان ؛ بلکې د افغانستان لویدیځ ګاونډي ایران هم د افغان کډوال پر ژوند محدودیتونو ډېر کړي چې په ترڅ کې یې ګڼ افغان کډوال بېرته خپل هیواد ته ستانه شوي، یا هم ستانه کړل شوي دي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان (UNHCR) د شمیرو له مخې، د ۲۰۲۳م کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۴م کال تر اپرېل پورې، ایران او پاکستان له یونیم میلیون ډېر افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه کړي دي.