بدخشان کې د کوکنارو له‌منځه وړل او شخړې؛ ملګري ملتونه: بزګران لازم امکانات نه‌لري

ارشیف: په افغانستان کې د طالبانو له لوري د کوکنارو اړولو له کمپاینه یو انځور

د مخدره موادو او جرمونو په وړاندې د ملګرو ملتونو دفتر "یواین‌اوډي‌سي" ویلي، په بدخشان کې د بزګرو وروستۍ مظاهرې ښيي چې دوی د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره لازم امکانات نه لري

د سټلایټ یا سپوږمکیو عکسونه ښيي چې د کوکنارو د کرکېلو د له منځه وړلو لپاره د طالبانو د حکومت هڅې بریالۍ دي، خو دا هڅې د هغو بزګرو له مقاومت سره مخ شوي چې د نفقې له ګټلو محرومېږي او ځینې یې ان د خپلې وینې په بیه د کوکنارو د له منځه وړلو مخه نیسي.

د فرانسې خبري اژانس په یوه راپور کې زیاتوي چې د بدخشان غرنۍ سیمې په یوه وروستۍ اوونۍ کې د مظاهرو او تاوتریخجنو پېښو شاهدې وې چې په‌کې لږ تر لږه دوه ولسي خلک وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

د راپورونو په اساس د سیمې خلک د طالبانو د هغو ځواکونو په وړاندې پاڅېدلي چې غواړي د کوکنارو کرکېلې له منځه یوسي.

د بدخشان درایم کې د طالب ضد اعتراضونو یو انځور

کوکنار په بدخشان کې پسرلی ټولېږي او وروستۍ نښتې او لانجې هم هغه وخت وشوې چې د کوکنارو د کرکېلې د له منځه وړلو ټيمونه د درایم او ارګو لرو پرتو سیمو ته ورغلي وو.

فرانس‌پرېس په بدخشان کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ په حواله لیکلي چې ځينو خلکو له بزګرو ناوړه ګټه اخیستې او په ارګو کې یې د لانجو او شخړو لپاره لمن وهلې ده.

د بدخشان د دغو شخړو د حل لپاره د طالبانو لوی درستیز قاري فصیح‌الدین فطرت هم دوشنبه بدخشان ته تللی و.

د طالبانو لوی درستیز قاري فصیح‌الدین فطرت

د سیمې خلکو بیا د طالبانو له استازیو سره په خبرو کې د کوکنارو د کرکېلو د له‌منځه وړلو د عملیاتو په بڼه نیوکه درلوده او ویل یې چې د کوکنارو په خاطر د دوی میوه داره ونې او نورې کروندې هم له منځه وړل کېږي.

غلام رسول په ارګو ولسوالۍ کې د مظاهره چیانو استازی دی او د دوشنبې په ورځ یې په هغه غونډه کې خبرې کولې چې د طالبانو له چارواکو سره یې نیولې وه.

هغه وویل: "مڼې یې په تراکټور ووهلې او ماتې یې کړې.تراکټور د غنمو کروندې لاندې کړې او وړاندې که کوم بوټي کوکنار/تریاک وو هغه یې له منځه یووړ."

د مخدره موادو او جرمونو په وړاندې د ملګرو ملتونو دفتر فرانس‌پرېس ته ویلي په بدخشان کې وروستۍ مظاهرې ښيي چې بزګر د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره کافي منابع په واک کې نه لري.

د دې دفتر په خبره د بدیلو کښتونو فرصتونه کولای شي ورتې شخړې حل کړي دي.

مخکې له دې چې د طالبانو رهبر په ۲۰۲۲م کال کې د کوکنارو کر منع کړي، افغانستان د مخدره موادو په تېره بیا تریاکو تر ټولو لوی تولیدوونکی هېواد وو.

ملګرو ملتونو ویلي په افغانستان کې تېر کال د کوکنارو کر ۹۵ فیصده کم شوی چې دوی ترې هرکلی کړی دی.

اخوا بزګرو چې د کوکنارو په کرکېله یې ژوند چلاوه تېر کال ۹۲ فیصده عاید له لاسه ورکړی دی.

دا بزګر له دې ځورېږي چې د کوکنارو بدیل کښتونه د کوکنارو د عایدو ځای نه شي نیولی او له بلې خوا د کښتونو لپاره کافي اوبه هم نه‌شته.

ارشیف: په افغانستان کې د کوکنارو کروندې

که څه هم بزګرو په لویو کروندو کې د کوکنارو کرکېله بنده کړې، خو د راپورونو په اساس په لرو پرتو او هغو سیمو کې چې د چارواکو له سترګو پناه دي بیا هم د کوکنارو کر ته دوام ورکړی.

د مخدره موادو او جرمونو په وړاندې د ملګرو ملتونو دفتر د راپورونو په اساس تېر کال د کوکنارو د کښت د کمېدو په خاطر په افغانستان کې د تریاکو بیه ۱۲۴ فیصده لوړه شوې وه او یو کیلو له اته سوه تر ۱۰۰۰ ډالرو خرڅېږي.