په افغانستان کې د ناکامورا د وژل کېدو د څرنګوالي په تړاو څېړنې درېدلي

تیتسو ناکامورا په ۲۰۱۹م کال کې په ننګرهار ولایت کې په ډزو ووژل شو او تر اوسه ښکاره نه ده چې نوموړى چا یا کومې ډلې د کومې موخې لپاره په نښه کړی و.

یوې جاپانۍ رسنۍ خبر ورکړی چې په افغانستان کې د تیتسو ناکامورا د وژنې په اړه څېړنې درېدلي دي.

د "این‌اچ‌کا" په نوم یوې جاپانۍ رسنۍ په خپل تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د ډاکتر تیتسو ناکامورا چې په کاکا مراد پېژندل کېده، د وژل کېدلو د څرنګوالي په اړه څېړنې درول شوي.

د دغې رسنۍ په هغه راپور کې چې د ناکامورا د اوبو لګولو د کانال د نیمګړې پروژې د بشپړېدو په تړاو د یکشنبې په ورځ ناوخته خپور شو، ویل شوي چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ مخکې او وروسته د هغه د وژنې په اړه څېړنې بندې دي.

تیتسو ناکامورا په ۲۰۱۹م کال کې په ننګرهار ولایت کې په ډزو ووژل شو او تر اوسه ښکاره نه ده چې نوموړى چا یا کومې ډلې د کومې موخې لپاره په نښه کړی و.

خو د جمهوري نظام پر مهال د ننګرهار مخکیني والي شاه محمود میاخېل ازادي راډیو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې ناکامورا د تحریک پاکستان(تحریک طالبان پاکستان) د ډلې د یو قوماندان چې له آی‌ایس‌آی سره یې نېږدې اړیکې درلودې امیرنواز محسود چې په حاجي دوبی مشهور و، له‌خوا وژل شوی دی.

هغه دا هم لیکلي چې امیر نواز محسود د کابل په یوه بله پېښه کې وژل شو خو په ټکو یې د عظیم په نوم یو افغان همکار یې ټپي او ونيول شو.

د نوموړي په خبره، پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو ورسته عظیم له زندان خوشې شو، خو دا چې اوس چېرې دی، ورنه خبر نه دی.

په تېر جمهوري نظام کې د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه په دې اړه په ننګرهار کې د طالبانو حکومت له سیمه‌ییزو مسوولانو سره خبرې وکړي، خو بریالی نه شو.

د "این‌اچ‌کا" جاپانۍ رسنۍ د راپور له مخې، د ناکامورا د ابو لګولو کانال چې د نوموړي يو د نیمګړو پروژو څخه وو د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې د طالبانو د دولتي چارواکو او ځايي اوسېدونکو په حضور کې له یونیم کال کار وروسته د شنبې په ورځ پرانیستل شو.

راپور کې ویل شوي، تمه کېږي چې ياد نوی کانال به شاوخوا ١۴،٠٠٠ ځایی اوسېدونکو ته د ژوند د ښه‌والي او همدارنګه د کرنې په برخه کې مرسته وکړي.

په راپور کې د پشاورکای سازمان په نوم د جاپان د نادولتي بنسټ د مسوول فوجیتا چیوکو له قوله چې د دغه کانل بودیجه یې برابره کړې، راغلي چې په افغانستان کې وچکالۍ ته په کتو به خپلو هڅو او فعاليتونو ته دوام ورکړي څو خلکو سره مرسته وکړي چې د ناکامورا د اوبو لګولو سیستم په خپلو سيمو کې عملي کړي.

د ډاکتر ناکامورا یا کاکا مراد د پروژو یو مسوول دیدار مشتاق ازادي راډيو ته وویل چې د هغه له وژل کېدو وروسته د نوموړي درې پروژې بشپړې شوي او ګټې اخيستنې ته سپارل شوي دي.

مشتاق وايي: "د ډاکتر صیب ناکامورا د تګلارې له مخې، زموږ پروژې روانې دي، د مروارید ٢ پروژې له بشپړېدو وروسته چې ډاکتر صیب يې په منځ کې نور له مونږ سره نه و، د هغه له مړینې وروسته بشپړه شوه، موږ بله پروژه پیل کړه. په برکاش کوټ کې چې یونیم کال وخت یې ونیوه. د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې هم یو کانال جوړ شو چې په اپرېل میاشت کې بشپړ شو او اوس په نازیانو ولسوالۍ کې د اوبو لګولو په کارونو بوخت یوو."

د ننګرهار ولایت یو شمېر اوسېدونکي د ډاکتر تیتسو ناکامورا ترسره شوي خدمتونه د افغانستان د زرغونتیا او کرنې په برخه کې ډېر ارزښتناک او اغېزمن ګڼي.

د دوی له ډلې آغا ګل شهيد ازادي راډیو ته وویل: "د دره نور په ولسوالۍ کې یې ژوند کاوه او هلته د یو کلینیک مسوول و، ډېر ناروغان ورته د پوستکي د ناروغیو له کبله ورتلل او هغې ته جوته شوې وه چې دا ناروغۍ د وبو او وچکالۍ له کبله ده، له‌دې وروسته یې د مروارید کانال تحقیقي پروژه په ۲۰۰۲ یا ۲۰۰۳ کال کې پیل کړه."

مجیب وايي: هغه کرنیزو ځمکې چې د کښت جوګه نه وې، د ناکامورا په هڅو په کال کې د دوه درې ځل حاصل ورکولو لپاره اماده شوې.

د ننګرهار ولایت یو بل اوسېدونکي مجیب ازادي راډیو ته وویل: "وچې دښتې چې الوتونکو به په‌کې د الوت پر مهال جل وهل، د ګمبیري سوځونکی ډاګ چې په افغانستان کې ډېر نوموتی و د هغه په هلوځلو زرغون شو، هغه کرنیزو ځمکې چې د کښت جوګه نه وې، د نوموړی په هڅو په کال کې د دوه درې ځل حاصل ورکولو لپاره اماده شوې."

د ډاکتر ناکامورا تر ټولو ستره پروژه په ننګرهار کې د کونړ سیند نه جلا شوی کانال دی چې د ننکرهار او کونړ دښتې پرې خړوبې شوې او زرګونه جریبه ځمکې یې ابادې کړې چې د خلکو په وینا شاوخوا نیم میلیون خلک یې له ګټې برخمن دي.

ناکامورا، چې د جاپان د فوکوکای سیمې نه افغانستان ته تللی و، د ۲۰۱۹م کال د ډسمبر په څلورمه نېټه په جلال اباد کې په یو وسله‌وال برید کې ووژل شو.

ډاکتر ناکامورا ته په افغانستان کې د هغې د بیارغونې کارونو په خاطر د افغانستان افتخاري تابعیت هم ورکړل شوی و.