په کندهار کې هټیوال له لوړو مالیاتو شکایت کوي

د کندهار ښار یوه څنډه

په کندهار کې دوکانداران یا هټیوال له لوړو مالیاتو شکایت کوي.

اوسمهال د دوکاندارانو څخه د جواز، صفايي، لوحو مالیات اخیستل کېږي چې د دوی په وینا د کاروبار د کموالي له امله د درنو مالیاتو ورکولو توان نه لري.

بلخوا د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، د افغانستان مالیاتي سیستم اصلاح ته اړتیا لري او په اوسنیو کې مالیاتو کې کاروبارونه نور هم شاته ځي او د هېواد اقتصاد د سقوط سره مخ کوي.

د دې راپور د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د کندهار راپور