ایران له افغانستان او ترکمنستان سره پر پولو سمنټي دېوال او اغزن تار لګوي

ارشیف: د افغانستان او ایران یوه سرحدي سیمه

ایران له افغانستان او ترکمنستان سره پر پولو د څلور متره سمنټي دېوال د جوړولو په ګډون د اغزن تار لګولو اعلان کړی دی.

ایراني چارواکو له افغانستان او ترکمنستان سره د دغه هېواد په ختیځ، شمالي او شمال ختیځو پولو کې د څلور متره لوړ سمنټي دېوال د جوړولو په ګډون د اغزن تار لګولو د بهیر د پیل اعلان کړی دی.

د ځینو ایراني رسنیو د راپور له مخې، د ایران د ځمکنیو ځواکونو د شمال ختیځې سیمې د تیارسۍ او ملاتړ قومندان حسن مکفي د ثور په ۱۰مه د دوشنبې په ورځ وویل چې د دغه پلان په عملي درې میلیارده ډالره لګښت راځي.

تسنیم خبري اژانس د مکفي له قوله لیکلي چې د دې کټارو "دېوال" لګول به درې کاله وخت ونیسي او د لوی او اصلي جادې "واټ" جوړونه به هم په کې شامله وي.

د نوموړي په خبره، د ايران او افغانستان تر منځ د سرحدي دېوال اوږدوالی چې اوس تر پرې کار روان دى، ٣٠٢ کيلومتره دى.

ایراني چارواکو په دې وروستیو کې د دې کټارو "دېوال" د لګولو د علت په اړه څه نه دي ویلي، خو شاوخوا نهه میاشتې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان په افغانستان کې د اسلامي دولت نومې ډلې "داعش" خراسان څانګې له فعالیتونو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې افغانستان او ایران ۹۰۰ کیلومتره ګډه پوله لري او له همدې امله په افغانستان کې د دې ډلې هر ډول وده د ایران پر امنیت اغېزه کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان

نوموړي دغه موضوع د ایران له ایسنا خبري اژانس سره په مرکه کې کړې وه.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د راپور تر خپرېدو پورې په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وایه، خو طالب چارواکو تر دې وړاندې څو ځلې ډاډ ورکړی چې د افغانستان له خاورې به نورو هېوادونو ته کوم ګواښ نه پېښېږي.

خو یو شمېر امنیتي او سیاسي شنونکي له افغانستان څخه د امنیتي ګواښونو له امله د ایران د اندېښنې په اړه بېلابېل نظرونه لري.

د امنیتي چارو شنونکي اختر راسخ ازادي راډیو ته وویل: "زه فکر کوم چې د افغانستان پر پولو د دېوال جوړول په سیمه کې امنیت یا ثبات نه تامینوي. امنیت به یوازې زموږ په جغرافیه او سیمه کې هغه وخت تامین شي چې نړیوال استخبارات او په ځانګړې توګه د سي‌آی‌اې، کی‌جي‌بي، روسیه، چین، ایران، پاکستان او د سیمې استخبارات په دوه اړخیزه توګه موافقه وکړي چې په سیمه کې د ترهګرو ډلو روزنه او تمویل نه کوي."

د سیاسي چارو شنونکي طارق فرهادي هم د ایران له لوري د دېوال جوړول او د اغزن تار لګول ددغه هېواد له امنیتي اندېښنو او داخلي ستونزو سره تړلې ګڼي.

طارق فرهادي

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "ایران له بېلابېلو امنیتي ستونزو سره لاس او ګرېوان دی، په هغو کې د شاه‌چراغ په زیارت او کرمان کې د بریدونو په ګډون، چې ښايي نفوذي کسان د افغانستان او بلوچستان له پولو راوتلي وي او په ورته وخت کې په ایران کې دننه نورې ستونزې هم شته. هغه بېلتون غوښتونکې ډلې چې په سیستان او بلوچستان کې دي، خو دوی غواړي چې دغه سرحدي دیوال جوړ کړي، که د هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې خرابې نه شي، دا د دوی خپل کار دی."

دا په داسې حال کې ده چې د تېر کال په جدي میاشت کې د ایران د سپاه پاسداران د بهرنۍ څانګې د پخواني قوماندان قاسم سلیماني د وژل کېدو د تلین د نمانځنې په مراسمو کې په دوو چاودنو کې شاوخوا ۹۰ تنه وژل شوي او ۲۸۴ تنه ټپیان شوي وو.

د اسلامي دولت نومې ډلې "داعش" خراسان څانګې د دغو چاودنو پړه پر غاړه اخیستې وه.

له دغه برید یوه ورځ وروسته د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي له افغانستان او پاکستان سره د دغه هېواد د پولو د تړلو د پلان د عملي کېدو اعلان کړی و.

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي

تر دې مخکې هم څو ځلې د افغانستان ګاونډیو او د سیمې هېوادونو د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون او فعالیتونو له امله د احتمالي امنیتي ګواښونو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

که څه هم د طالبانو حکومت څو څو ځله دا ډول اندېښنې رد کړې، خو د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د اسلامي دولت نومې ډلې "داعش"خراسان څانګې په افغانستان کې د څو خونړیو بریدونو مسوولیت پر غاړه اخیستې ده.