د افغان رسنیو او خبریالانو په ملاتړ د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت ټینګار

تصویر له ارشیفه

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت د مې د درېیمې یا د مطبوعاتو د نړیوالې ورځې په مناسبت چې د راتلونکې جمعې په ورځ نمانځل کېږي، په افغانستان کې د رسنیو په ازادۍ د ټینګار ترڅنګ، دا ازادي د ټولنې لپاره مهمه بللې ده.

دې سفارت چې اوس‌مهال له قطره فعالیت کوي، د یک‌شنبې په ورځ ناوخته په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، باید دا ډاډ وي چې په افغانستان کې هر داستان ویل کېږي او هر نظر اورېدل کېږي.

د افغانستان لپاره د متحده‌ایالاتو سفارت زیاته کړې، باید له دې لارې خلک پیاوړي شي؛ څو یو ټول‌‌ګډونه راتلونکی ولري.

دا په داسې حال کې ده چې واک ته د طالبانو له بیا ځلي رسېدو وروسته، په افغانستان کې ډېر شمېر رسنۍ تړل شوي یا یې فعالیت محدود شوی او ترڅنګ یې؛ ډېر شمېر خبریالان او د رسنیو کارکوونکي نیول شوي چې له څه وخت بند تېرولو وروسته، بېرته خوشې شوي دي.

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره دوی هڅه کړې چې پر رسنیو او خبریالانو پوره کنټرول ولري

وروستیو کې په خوست کې د طالبانو حکومت د امرباالمعروف او نهي‌ عن‌المنکر وزارت ادارې د موسیقۍ اورېدو او د دوی له قوله؛ له ښځینه اورېدونکو سره د خبرو په تور درې خبریالان ونیول چې له شپږ ورځو بند تېرولو وروسته بېرته خوشې شول.

د طالبانو حکومت همدا ډول نږدې دوه اوونۍ وړاندې په افغانستان کې د دوو خصوصي ټلویزیونونو خپرونې چې بریا او نور نومېدل اسلامي او ملي ارزښتونو د نه رعایت له امله بندې کړې.

نور ټلویزیون د جمعیت اسلامي ګوند د یوې څانګې د مشر صلاح‌الدین رباني او بریا ټلویزیون بیا د حزب اسلامي ګوند د مشر ګلبدین حکمتیار اړوند و.

په ورته وخت کې په افغانستان کې یو شمېر خبریالان وايي، اوس‌مهال په خپلو چارو کې له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

په افغانستان کې دوه خبریالانو د خپل نوم نه ښودو او د خپلو غږونو د تغییر په شرط ازادي راډیو ته وویل:

"موږ ډېر محدود یوو، نه شوو کولای چې اوسنیو شرایطو کې د ژورنالیزم د اصولو او معیارونو پر بنسټ فعالیت وکړو. موږ هڅه کوو چې د همدې اصولو پر بنسټ کار وکړو، خو له بده مرغه اجازه نه‌لرو. "

افغان خبریالان په ټوله کې اطلاعاتو ته له لږ لاسرسي او ښځینه خبریالانې پر دوی له زیاتو قیوداتو شکایت لري

"وروستیو کې موږ شاهد یوو چې ځینې خبریالان ونیول شول او د بریا او نور ټلویزیونونه وتړل شول. له دې پېښو وروسته ډېرې رسنۍ اندېښمنې دي چې که دوی لږه سرغړونه هم وکړي، شاید د دې دوو ټلویزیونونو له برخلیک سره مخ شي. "

خو له دې ټولو سره سره، د طالبانو حکومت ویاندویانو په ځلونو ادعا کړې چې د شریعت او ملي ګټو په چوکاټ کې په افغانستان کې د رسنیو او بیان ازادۍ ته ژمن دي.

له دې وړاندې هم له رسنیو او خبریالاو ملاتړو بنسټونو په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو په وضعیت او د طالبانو د حکومت له‌خوا په دوی د وضع کړیو محدودیتونو په اړه اندېښنه ښودلې.

د افغانستان د خبریالانو مرکز هم د ۱۴۰۲ کلني راپور کې لیکلي وو چې دا کال یې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۱۶۸ پېښې ثبت کړي چې له دې شمېر ۶۱ یې د خبریالانو د نیولو په اړه وې.