کابل کې د ګلانو او زینتي ونو پلورونکي: بازارونه ساړه او ان له سقوط سره مخ دي

ارشیف: په کابل کې د ګلانو او زینتي بوټو د پلور یوه قوریه

په کابل کې د تازه ګلانو او زینتي ونو یو شمېر پلورونکي وايي چې بازارونه یې ساړه دي او ان کاروبار یې له سقوط سره مخ دی.

په کابل کې د تازه ګلانو او زینتي ونو يو شمېر پلورونکي وايي چې سږ کال يې د پلور بازار سوړ دى او کاروبار يې د تېرو کلونو په څېر ښه نه دى.

د کابل ښار په لسمه ناحیه کې د ګلانو یو پلورونکی ذبیح وايي چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته یې کاروبار سوړ دی.

هغه وویل: "له هغه وخت راهیسې چې نظام بدل شوی، د تېر په پرتله بازارونه ډېر خراب شوي، د ګلانو زینتي او زینتي ونو پلور ډېر کم شوی او ان ما پرېکړه کړې چې دا کاروبار ختم کړم."

د تازه ګلانو او زینتي ونو یو بل پلورنکی غیب الله کریمي هم ورته خبره کوي.

ارشیف: په کابل کې د زینتي بوټو او ګلانو د پلور یو دوکان

هغه وويل: "د تېرو دوو کلونو په پرتله سږ کال کاروبار بیخي نه‌شته. خلک ډېر ونې نه اخلي. ځینې کسان چې لوی باغونه لري هغوی یو څه پلور کوي، خو عمومي ستونزه د بېکارۍ ده خلک ورسره مخ دي."

په کابل ښار کې د ګلانو او زینتي ونو یو شمېر شوقیانو هم ازادي راډيو ته وویل، اقتصاد یې ښه نه دی او اوس د ګلانو د پېرلو په پیسو خپلو بچو ته خواړه اخلي.

د کابل ښار یوه اوسیدونکي محمد اسماعیل ازادي راډيو ته وویل: "زه هم د ګلانو او ونو بوټو له شوقیانو څخه یم. هر کال به مې له یو څخه تر لسو پورې نيالګي کېنول. سږ کال اقتصادي وضعيت ښه نه دی. څو ورځې وړاندې د نیالګیو د اخیستلو لپاره سرای شمالي ته لاړم، خو ومې نه شول اخیستلی."

ارشیف: د کابل په یوه دوکان کې زینتي بوټی

د کابل ښار یوې بلې اوسېدونکي مرسل وویل: "زما ګلان خوښېدل، اخیستل مې، خو اوسمهال زموږ اقتصاد ښه نه دی. پرون هم تللې وم، ګلان مې خوښ شول، خو اقتصادي وضعیت مو د دې تقاضا نه کوي، یوازې ځو ګورو یې، خو اخیستلی یې نه شو."

په افغانستان کې هر کال د پسرلي د موسم په رارسېدو سره د پلازمېنې کابل په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې د ګلانو او زینتي ونو د پلور بازارونه ګرم وي، خو پلورونکي یې وايي، په وروستیو څو کلونو کې یې پخوانی خوند نه‌شته.