د هند له یوې لیلیې څخه تر خپلمنځي ناندرۍ وروسته د یو شمېر افغان محصلانو اېستل کېدل

د هندوستان یو پوهنتون - ارشیف

د هند د ګجرات پوهنتون په لیلیه کې د تراویح د لمانځه پر مهال پر محصلینو له برید څو اوونۍ وروسته اوس د دغه پوهنتون له اوو افغان محصلینو څخه د ليليې د پرېښودلو غوښتنه شوې.

د ګجرات پوهنتون مرستیالې نیرجا ګوپتا هندي رسنیو ته ویلي، د دغو محصلینو درسونه پای ته رسېدلي او د دغه پوهنتون د اصولو له مخې، هغه محصلین چې خپلې زده کړې یې بشپړې کړي باید لیلیه پرېږدي او بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

هغه زياته کړې چې د محصلينو د تحصيلي اسنادو او نمراتو اداري چارې بشپړې شوي او اوس دوى کولاى شي خپلو کورونو ته ستانه شي.

خو یو له دغو افغان محصلینو څخه چې د ګجرات له پوهنتون څخه فارغ شوی، او نه غواړي د موضوع د حساسیت له امله یې نوم په راپور کې ياد شي، ازادي راډیو ته وویل چې د لیلیې له پرېښودو وروسته له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

هغه زیاتوي:

"په افغانستان کې وضعیت خراب دی، دلته مونږ مالي ملاتړ نه لرو، پوهنتون پر مونږ فشار راوسته او اړ شوم چې خپل یوه ملګري ته چې هغه هم محصل دی، ولاړ شم."

که څه هم له دغو محصلینو څخه درې يې له ناچارۍ افغانستان ته ستانه شوي، خو په هند کې پاتې افغان محصلين وايي چې زده کړې يې پای ته رسېدلې، د ګواښونو له امله نه شي کولای بېرته افغانستان ته ستانه شي او په دغه هېواد کې د ويزو له ستونزو، د ژوند له لګښتونو او بې برخلیکه حالت سره مخ دي.

یو له دغو محصلینو څخه سید محمود چې د هند د پونې له پوهنتون څخه فارغ شوی، وايي چې له فراغت وروسته په دغه هېواد کې له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي:

"موږ اقتصادي، مالي او د ویزې له ستونزو سره لاس او ګریوان یو، زما د ویزې موده پای ته رسېدلې او غوښتنلیک مې هم لیکلی دی، خو تر اوسه مې ویزه نه ده ترلاسه کړې، کار نشته، عاید نه لرو."

په هند کې د افغانستان جنرال قونسله، ذکیه وردګ

په هند کې د افغانستان جنرال قونسلې ذکیې وردګ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د ګجرات پوهنتون له مرستیال سره یې په لیدنه کې یې محصلینو سره د همکارۍ ډاډ تر لاسه کړی دی.

خو اغلې وردګ له هغو افغان محصلینو ته رسېدنې په برخه کې چې په هند کې په بې برخلیکه حالت کې ژوند کوي، څه ونه ویل.

هند د زرګونو افغان محصلینو کوربه دی.

که څه هم د طالبانو له واکمنۍ وروسته نوي افغان محصلین نه شي کولای هند ته د لوړو زده کړو لپاره ولاړ شي، خو په هند کې مېشت افغان محصلین وايي، چې دوی ته په افغانستان کې د کار او ژوند زمینه نه ده برابره او دوی تمه لري چې په هند کې ورته د استوګنې زمینه برابره شي.