د طالبانو د حکومت لخوا په افغانستان کې د فیسبوک د محدودیت یا بندولو پرېکړه او غبرګونونه

سمبولیک تصویر

د طالبانو حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ وزارت سرپرست ویلي، د ټولنیزې رسنۍ، فیسبوک کارونه به محدوده او یا هم ودروي چې دې پرېکړې د فیسبوک د کاروونکو پراخ غبرګونونو راپارولي دي.

نجیب الله حقاني طلوع نیوز خصوصي رسنۍ سره په یوې ځانګړې مرکه کې ویلي، د فیسبوک د محدودولو او یا بندولو لپاره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت پالېسي بشپړه شوې ده.

نوموړي د دې کار لامل د ځوانانو د وخت د ضایع کولو مخنیوی بللی دی.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت ودانۍ

فیسبوک د افغانانو په منځ کې یو له ډېرو کارېدونکو ټولنیزو رسنیو څخه ده چې میلیونونه کاروونکي لري.

پر فیسبوک د طالبانو حکومت بندیز په داسې حال کې ده چې دوی په خپله د فیسبوک د تحریم په نوملړ کې دي او یو شمیر طالب چارواکی نه شي کولای، د فیسبوک اکونټ ولري او یا د فیسبوک له لارې تبلیغات ترسره کړي.

د طالبانو یو له منتقدینو څخه، اصف اشنا نن د اپریل په ۷مه د طالبانو حکومت د دې ممکنه پرېکړې په غبرګون کې په خپله ایکس پاڼه لیکلي:

" د فیسبوک د تحریمونو په نوملړ کې د طالبانو ډلې شاملول د دې لامل شوی چې که کله موږ هم په خپلو لیکنو کې د دوی نوم ولیکو، نو هغه مطلب محدودیږي او د "طالب او طالبانو" په څېر د کلمو څو ځله تکرارولو وروسته، میټا زموږ فیسبوک پاڼې ته یو خبرداری استوي. "

نوموړي پر فیسبوک د طالبانو بندیز، د دې رسنۍ پر وړاندې د فیسبوک پرېکړه بللې.

د فیسبوک ټولنیزې پاڼې دوه تنه کارونکي فاطمې او لیدا د طالبانو حکومت د دې ممکنه اقدام په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"زما په نظر دا واقعا د بیان ازادۍ پر تابوت وروستی مهر دی ځکه فیسبوک یوازېنۍ سرچینه وه چې ډېری هغه خبرونه چې د افغانستان په کورنیو رسنیو کې سانسور کیږي، پرته له سانسوره پکې خپریدل. "

" افغانستان کې ښځې درس، پوهنتون او کار ته د تګ اجازه نلري، یوازېنۍ لاره چې ښځې کولای شي د افغانستان او د نړۍ د حال نه باخبرې شي، فیسبوک ده. او یا ځينې خپلوان او دوستان چې په بهر کې دي، هغوی سره د اړیکې لپاره همدا فیسبوک کاروي."

په پخواني جمهوري نظام کې، د اطلاعاتو او کلتور وزارت، د ځوانانو چارو معین، ډاکتر کمال سادات هم په دې باور دی چې د طالبانو د حکومت له خوا د فیس بوک ټولنیزې شبکې ممکنه بندول به په افغانستان کې د بیان په ازادۍ یو بل قوي ګوزار وي:

کمال سادات: که د افغانستان چارواکي پر فیسبوک شبکې دا بندیز ولګوي، فکر کوو چې دا به د بیان پر ازادۍ یو ځواکمن او قوي سوک وي

"که د افغانستان چارواکي پر فیسبوک شبکې دا بندیز ولګوي، فکر کوو چې دا به د بیان پر ازادۍ یو ځواکمن او قوي سوک وي او فکر کوو چې د افغانستان خلک به ونشي کولای خپل د حق غږ، نړیوالو، د افغانستان چارواکو او نړیوالو سازمانونو ته ورسوي."

ښاغلی سادات وايي، کېدای شي یو شمېر ځوانان د دې رسنۍ سم کاروونکي نه وي، خو په خبره یې د طالبانو د حکومت له خوا یې په کارونې محدودیت او بندیز د حل لار نه ده او پر ځای یې باید د عامه پوهاوي په برخه کې کار وشي، څو له ټولنیزو رسنیو څخه استفاده موثره کړي.

د یادونې ده چې مخکې له دې هم په افغانستان کې د بیان د ازادۍ پر وړاندې د طالبانو حکومت د رسنیو د سانسور او د خپلو منتقدینو د نیولو په ګډون ګڼ اقدامات کړي چې له کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوي دي.

دا چې کله به د فیسبوک د محدودیت او بندیز پالېسۍ د تطبیق وړ ګرځي او د نجیب الله حقاني په ټکو د ځوانانو د وخت د ضایع کیدو له مخنیوي پرته، دا پرېکړه بل لامل هم لري که نه، د طالبانو حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ویاند، عنایت الله الکوزي وپوښت خو هغه زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.

د طالبانو حکومت له خوا په افغانستان کې د ازادو رسنیو پر فعالیتونو د سختو بندیزونو وروسته، فیسبوک او یو شمیر نورې ټولنیزې رسنۍ د افغانانو لپاره د معلوماتو له ازادو سرچینو څخه وې چې اوس دوی د دې د محدودولو او یا بندولو خبره هم کوي.