د پاکستان ستونزمنې او خونړۍ ورځې؛ د وسله والو ډلو بریدونه زیات شوي

د پاکستان یو شمېر پوځیان

په پاکستان کې ناامنۍ مخ په ډېرېدو دي. یوازې په وروستیو څو ورځو کې په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې د پاکستان لسګونه امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ پرون وویل چې د افغانستان پولې ته نژدې یې څلور وسله وال مخالفان ووژل.

د پاکستان پوځ دا اعلان یوازې څو ساعته وروسته له دې وکړ چې پنځه چینايي انجینیران او د هغو موټرچلوونکی په یوه انتحاری برید کې ووژل شول.

دواړه پېښې په خیبر پښتونخوا ایالت کې شوي.

د پوځ په وینا، ځواکونو یې د خیبرپښتونخوا په ډیره اسماعیل خان کې د وسله والو مخالفانو پر یوه پټنځای برید وکړ او د څلورو سختدریځو د وژلو ترڅنګ یې وسلې او مهمات کشف کړل.

د روان مارچ په اتلسمه پاکستاني الوتکو په خوست او پکتیکا کې وروسته له دې بمباري وکړه چې د ټي ټي پي وسله والو په میرعلي کې د پاکستان د پوځ پر یوې اډې خونړۍ حمله وکړه.

د روان مارچ په ۲۴ مه په شمالي وزیرستان کې ۷ پوځیان ووژل شول

تر دې برید مخکې وړمه شپه د بلوچستان د نارام ایالت په تربت ښار کې وسله والو د پاکستان د سمندري ځواک پر هوايي اډه برید وکړ.

د پاکستان خلاف یوه لویه برخه وروستي بریدونه د تحریک طالبان پاکستان لخوا ترسره کیږي

د پاکستان پوځ په دې نښته کې چې ساعتونو یې دوام وکړ، د خپل یوه پوځي او څلورو حمله کوونکو د وژل کيدو خبر ورکړ خو د بلوچستان د ازادۍ پوځ په نوم ډلې د ۳۰ پاکستاني پوځیانو د وژلو ادعا وکړه.

دا ډله له کلونو راهیسي امریکا او بریتانیا تروریستي ډله ګڼي.

پرون د خیبرپښتونخوا د شانګلې په بشام سیمه کې د چینايي انجنیرانو د موټرو پر کاروان په یوه موټربم انتحاري برید کې ۵ چینايي انجینیران او پاکستانی موټرچلوونکی یې ووژل شول.

د دې برید مسوولیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی.

له برید وروسته په اسلام آباد کې د چین سفارت په یوه بیان وویل چې په پاکستان کې د چین سفارت له پاکستاني لوري غواړي چې په دې اړه هراړخیزې څېړنې وکړي، تنظیموونکو ته یې سخته سزا ورکړي او د چینايي وګړو د خوندیتوب لپاره عملي او اغېزمن ګامونه واخلي.

خو دا په پاکستان کې پر چینايي وګړو لومړی برید نه دی بلکې تر دې وړاندې هم پر چینایانو ګڼ بریدونه شوي دي.

د پاکستان امنیتي ځواکونو پر چینایي وګړو د پروني برید په اړه د څېړنو د پیل خبر ورکړی

د ‏‎۲۰۲۲‎م کال د اپریل په ۲۶ په کراچۍ پوهنتون کې د چينايي ژبې او کلتور د زده کړو په انستیتیوت کې په ځانمرګی بريد کې درې چينايي استادان ووژل شول.‏ د ياد بريد مسوولیت هم د بلوچستان د ازادۍ پوځ مجيد لوا په غاړه اخیستی و.

چینايي انجنیران په پاکستان کې د سیپک په نوم پر لویه ترانزیتي لاره کار کوي.

پر دې انجنیرانو مخکې هم ګڼې حملې شوي چې د اکثرو مسوولیت بلوڅ بیلتونپالو ډلو منلی دی

د روان مارچ پر شلمه په ګوادر کې د ګوادر پر اداري کمپلیکس د بلوچستان د ازادۍ پوځ د مجید لوا له لوري حمله شوې وه چې په ترڅ کې يې د پاکستان د پوځ په وینا دوه پوځیان ووژل شول او یو شمېر نور ټپیان شول او د چارواکو په وينا په ځوابي ډزو کې اته وسله وال بريدګر ووژل شول.

د ۲۰۲۱ کال په جولای کې هم په داسو کې د چینايي انجینیرانو پر یوه بس په ورته برید کې د نهو چینايي وګړو په ګډون ټول ۱۳ کسان ووژل شول.