امیرخان متقي او کاظمي قمي پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، امیر خان متقي

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت، له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره په کابل کې د ایران سفیر او د افغانستان لپاره د دغه هېواد د ولسمشر د ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي د کتنې خبر ورکوي.

د دې وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد پرون چهارشنبې په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټرکې کښلي چې په دې کتنه کې د دوه اړخیزو اړیکو، سوداګرۍ، ټرانزیټ او په سیمه کې د وروستیو سیاسو تحولاتو په باب خبرې وشوې.

د هغه په وینا، د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان اړیکې مخ پر ودې او هغه د ټولې سیمې په ګټه وبلل شوې.

همدارنګه ویل شوي چې ښاغلي متقي افغانستان ته له ایرانه د واردېدونکې برېښنا د زیاتوالي او د چابهار بندر په اړه د پرمختګ ترڅنګ په ایران کې د افغان کډوالو د ځینو ستونزو او د ایران سیستان ته د هلمند سیند د اوبو د رسېدو په اړه هم خبرې وکړې.

په دې اړه چې په ایران کې د افغان کډوالو پرکومو ستونزو خبرې شوي، څه نه دي ویل شوي خو په هغه هېواد کې افغان کډوال د ایران د امنیتي ځواکونو له ناوړه سلوک او له هغه هېواده له په زوره ایستلو نه نیولې، د زده کړې او کار په شمول ډېرو برخو کې له ستونزو سره مخ دي.

د ایران سیستان ته د هلمند سیند د اوبو د رسېدو په اړه چې ایراني چارواکو په دې وروستیو کې د اوبو د ټاکلي حق پر غوښتنې ټینګار کړی، څه نه دي ویل شوي.

د ایران سفارت یا نورو ایراني چارواکو تراوسه د دغې کتنې په اړه څه نه دي ویلي.