ترکیې د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې د احتمالي غونډې کوربه‌توب ته چمتووالی وښود

د عکس ښي لور ته د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او چپ لور ته د هغه اوکراینی سیال ولودیمیر زیلینسکي د روغبړ پر مهال

د ترکیې ولسمشر پرون له خپل اوکراین سیال سره په کتنه کې وویل، هېواد یې د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې د احتمالي غونډې کوربه‌توب ته چمتو دی.

د ترکیې ولسمشر وايي، هېواد یې چمتو دی د اوکراین او روسیې ترمنځ د سولې د احتمالي سرمشریزې منځګړتوب او کوربه‌توب وکړي.

رجب طیب اردوغان دا څرګندونې له خپل اوکرایني سیال ولودیمیر زیلینسکي سره تر بیګانۍ کتنې وروسته په ګډه خبري غونډه کې وکړې.

خو هغه ټینګار وکړ چې انقره د اوکراین د ارضي تمامیت ملاتړ کوي.

اردوغان همداراز وویل، هېواد یې چمتو دی د جګړې د پای ته رسېدو په صورت کې د اوکراین په بیارغونه کې مهم رول ولوبوي.

اردوغان وویل چې له زیلینسکي سره په کتنه کې د اوکراین د روانې جګړې او همداراز په تور سمندرګي کې د کشتیو د خوندي تګ راتګ او د اوکراین د غلې د صادراتو په اړه بحث وشو.

د اوکراین جګړه کې د دې هېواد سرتېري د جګړې لومړۍ کرښه کې لیدل کېږي.

ترکیه د اوکراین د غلې دانې د صادراتو د تړون چې له مخې یې د اوکراین د غلې پر صادراتو د روسیې د بندیز مخه ونیول شوه پلوي ده.

د ترکیې جمهوري ریاست په یو بیان کې خبر ورکړ چې زیلینسکي او اردوغان بیګا استانبول ته نژدې د کښتیو له یوې اډې څخه تر لیدنې وروسته سره وکتل.

د بیان له مخې دې ځای ته د ورتګ هدف د اوکراین د سمندري ځواک لپاره د دوو جنګي کښتیو د جوړولو د کار له جریان څخه لیدنه وه.

د ناټو غړې ترکیه د اوکراین د ارضي تمامیت ملاتړ کوي، خو په عین حال کې له روسیې سره هم دوستانه اړیکي پالي او د جګړې له دواړو خواوو سره منظمې خبرې کوي.

د اوکراین جمهوري ریاست وویل چې د اردوغان او زیلینسکي د لیدنې په اجنډا کې د روسیې او اوکراین د جګړې د پای ته رسولو د فورمول، د روسیې له زندانونو د اوکرایني بندیانو د خوشې کېدو او د ترکیې او اوکراین ترمنځ د دفاعي صنعت په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو په اړه خبرې شاملې وې.

په عین حال کې کریملین ویلي چې ولسمشر ولادیمیر پوتین به هم وروسته له دې چې د مارچ د ۱۵- ۱۷ ترمنځ د روسیې انتخابات پای ته ورسېږي، استانبول ته سفر وکړي.