د حماس پلاوي د اوربند په تړاو خبرې په نیمه کې پرېښودې

د حماس جنګیالي

حماس، چې امریکا او اروپايي اتحادیه یې تروریستي ډله بولي، پرون د قاهرې له خبرو ووت.

د حماس ډلې پلاوي پرون پنجشنبې په قاهره کې په غزه کې د اوربند په اړه خبرې بې له دې چې کومې نتیجې ته ورسېږي، په نیمه کې پرېښودې.

دې ډلې په خپله اعلامیه کې ویلي، اسراییل یوې داسې موافقې ته د رسېدو لپاره هلې ځلې ناکامه کړي چې د یرغل د پای ته رسېدو، د خپلو ځواکونو د ایستلو او خپلو مېنو ته د فلسطیني کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره کېږي.

اسراییل د قاهرې خبرو ته پلاوی نه و استولی او ویلي یې وو چې لومړی د ژوندیو پاتې یرغملو لېست غواړي.

حماس د اکتوبر په اوومه پر اسراییل د حملې په ترڅ کې ۱۲۰۰ تنه ووژل او تر ۲۵۰ ډېر نور یې یرغمل کړل چې لا هم نامعلوم شمېر د دې ډلې له لوري برمته دي.

د غزې د روغتیا وزارت پر اساس، چې د حماس له لوري اداره کېږي، پر غزې د اسراییل د یرغل له پیله تراوسه پورې تر ۳۰ زره ډېر فلسطینیان وژل شوي او لسګونه زره نور ټپیان شوي دي.

په داسې حال کې چې په غزه کې د اوربند لپاره هڅې روانې دي، په دې تړانګه کې د قحطۍ نښې ډېرې شوي دي.

تمه کېده چې د روژې د میاشتې له پیلېدو سره یعنې راتلونکې اوونۍ په غزه کې څلور ورځینی اوربند وشي.

په غزه کې د موقت اوربند خبرې له څو اوونیو راهیسي د قطر، مصر، امریکا او اسراییل ترمنځ روانې دي، خو مصر او قطر د قاهرې د خبرو اصلي منځګړي دي.

پر اسراییل د منځګړو او یو شمېر نورو هېوادونو له لوري د اوربند په خاطر فشارونه زیات شوي دي.