راپور: افغانستان د سیاسي او ټولنیزو حقونو د بد وضعیت لرونکو هېوادونو له ډلې دی

د افغانستان نقشه

د بشري حقونو د څار ادارې فریډم هاوس په خپل کلني راپور کې چې نن یې خپور کړ ویلي دي چې په دوه زره درویشتم کال کې د نړۍ په دوه پنځوس هیوادونو کې سیاسي او مدني ازادۍ کمې شوې دي.

دې ادارې په خپل راپور کې د نړۍ اووه شپيته هېوادونه د سیاسي او د مدني ازادیو په لړ کې ازاد نه دې بللي او څرګندوي چې په دغو هېوادونو کې پنځلس داسې دي چې سیاسي او اجتماعي حقوق پکې تر ټولو په بد حال کې دي.

د سرچینې د ارزونو له مخې، په دغو هېوادونو کې یو هم افغانستان دی.

د فریډم هاوس په کلني راپور کې د افغانستان په اړه د مذهبي ازادیو نقض ته هم اشاره شوې ده او په راپور کې یې راغلي چې طالبانو د پوهنتونونو له کتابخانو هغه کتابونه چې د دوی په حساب له سني اسلام سره سم نه دي، غونډ کړي دي.

د فریډم هاوس په راپور کې پر دې هم اعتراض شوی دی چې په افغانستان کې شیعه له دې راګرځول شوې دي چې په علني ډول خپل مذهبي مراسم ترسره کړي.

ویل شوي چې همداراز د هندوانو د مذهبي مراسمو مخه نیول شوې ده.

فريډم هاوس لیکي چې دوه زره درویشتم، پرله پسې اتلسم کال دی چې په نړۍ کې ازادۍ پکې په کمیدو دي.