اروپايي ټولنه په افغانستان کې له نشه‌يي موادو سره مبارزه ضروري ګڼي

ارشیف: په کندهار کې د کوکنارو کروندې

اروپايي ټولنه په افغانستان کې له نشه يي موادو سره مبارزه ضروري ګڼي او له بزګرو سره د بديل معيشیت او معتادینو د درملنې په برخه کې د مرستو غوښتنه کوي.

د دوحې په وروستۍ غونډه کې په افغانستان کې د کوکنارو کښت، نشه يي موادو تولید، قاچاق او استعمال د غونډې له مهمو بحثونو څخه وه.

د دې غونډې ګډونوالو په افغانستان کې د کوکنارو د کښت کموالی د پام وړ بللی، خو په دې اړه اندېښنه لري چې له افغانستان څخه بهرنیو هېوادونو ته د تاریاکو قاچاق دوام لري.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی وايي چې په افغانستان کې د کوکنارو په کښت کې کموالی یو ښه پرمختګ دی او دوی د معتادینو د درملنې په برخه کې د طالبانو د حکومت د هڅو ملاتړ کوي.

د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن د دوحې له غونډې څخه تر راستنېدو وروسته پر خپله ايکس پاڼه یا ټويټ ولیکل: "د غونډې ډېرو ګډونوالو د کوکنارو د کښت د کموالي او معتادینو د درملنې په برخه کې د واکمنو مقاماتو هڅې وستايلې، اروپايي ټولنې هم ژمنه وکړه چې د دې هڅو د دوام لپاره خپل ملاتړ ته دوام ورکوي."

اروپايي ټولنه داسې مهال په افغانستان کې د کوکنارو په کښت کې د کموالي یادونه کوي چې د اروپا د نشه يي موادو او اعتیاد د څارنې مرکز په خپل وروستي راپور کې ويلي چې که څه هم په افغانستان کې د کوکنارو کښت کم شوی دی، خو له افغانستان څخه دباندې د هېرويينو جوړولو لپاره د تاریاکو قاچاق نه دی کم شوی.

د دې مرکز په راپور کې یادونه شوې چې د افغانستان تاریاک پاکستان او ایران وړل کېږي، هلته هېرويين ځنې جوړېږي او بیا اروپا ته قاچاق کېږي.

د طالبانو حکومت دا مني چې، اوس هم له افغانستان څخه د تاریاکو قاچاق دوام لري، ځکه چې اوس هم په افغانستان کې د تاریاکو زېرمې شته.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبيح الله مجاهد ملي راډيو ته ويلي چې د کوکنارو په کښت کې تر کمولو وروسته به د دوی بل ګام د تاریاکو د قاچاقو مخنيوی وي.

هغه وايي: "د افغانستان د اسلامي امارت دوهم پړاو له نشه يي موادو سره مبارزه ده او موږ په دې برخه کې ډېر پرمختګ کړی دی، خو له بده مرغه داسې نتيجې ته نه یو رسېدلي چې په سلو کې سل د نشه يي موادو د قاچاقو مخه ونيسو. طبیعي خبره ده چې د نشه يي موادو زېرمې موجودې وې او اوس هم دا قاچاق دوام لري. له بده مرغه هغه هېوادونه چې له دې برخې څخه زیان ورته رسېدلی و د افغانستان له اسلامي امارت او زموږ له بزګرو سره هيڅ مرسته نه ده کړې، له دې سره سره چې له دې برخې څخه اندېښنې لري او امکانات هم لري، خو بیا يې هم د افغانستان له خلکو سره مرسته و نه کړه چې موږ يې په نتيجه کې د خپلو بزګرو لپاره بديل معیشیت ولرو."

په افغانستان کې نژدې دوه کاله کېږي چې د کوکنارو کښت منع شوی دی، خو تر دې مهاله هيڅ یوه هېواد د کوکنارو د بديل کښت په برخه کې د طالبانو له حکومت سره مرسته نه ده کړې.

د امریکا متحده ایالات، جاپان او اروپايي ټولنه له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې اصلي مرستندویه هېوادونه بلل کېږي، دې هېوادونو په تېرو دوه نيمو کلونو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړی دی، خو دا مرستې د ملګرو ملتونو له لارې لګول کېږي.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د اروپايي ټولنې راپور


-----------------------
راپور: مرسلین ارسلا