طالبان: په تېرو لسو مياشتو کې د ترافيکي پېښو له امله ۱۶۰۰ کسان مړه شوي

په پروان کې د ترافیکي پېښې یوه صحنه چې څلورو کسانو ته یې مرګژوبله اړولې وه. January 13 2024

د طالبانو د حکومت د ترافيکو عمومي رياست وايي، په افغانستان کې په تېرو لسو مياشتو کې د ترافيکي پېښو له امله ۱۶۰۰ کسان مړه شوي او تر ۴زره ډېر ټپيان شوي دي.

د طالبانو د حکومت د ترافيکو عمومي رياست مسوولان وايي، په تېرو لسو مياشتو کې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې ۳زره او ۴۵ ترافيکي پېښې شوي دي.

د ياد رياست د پلان او پاليسۍ مدير عبدالودود خيرخواه د طلوع نيوز په نوم یوه خصوصي تلوېزیون ته ويلي، په ياد شمېر ترافيکي پېښو کې ۱۶۰۰ کسان مړه شوي او تر ۴زره ډېر ټپيان شوي دي.

نوموړي ويلي، په مړو شويو کې ۹۶۷نارينه، ۱۹۲ښځې او ۴۴۷ ماشومان شامل دي.

ازادي راډیو د يادو ترافيکي پېښو لاملونو او د مخنيوي د لارو چارو په اړه د طالبانو د حکومت د پلانونو په اړه د دوی د ترافيکو د عمومي رياست د مسوولانو نظر وپوښت، خو د دې راپور تر خپرېدو يې پوښتنې ځواب نه‌کړې.

هممهاله يو شمېر هغه کسان چې د کورنۍ غړي يې د ترافيکي پېښو له امله مړه شوي او يا هم ټپيان شوي وايي، د لويو لارو خرابوالی او د چلوونکو بې‌احتياطي د ترافيکي پېښو د رامنځته کېدو لوی لاملونه دي.

ارشیف: په تخار کې ترافیکي پېښه. په دې پېښه کې نهه کسان ټپیان شوي دي.

احمدالله، چې په ټکو يې څلور مياشت وړاندې يې په ترافيکي پېښه د کورنۍ څلور غړي مړه شوي، ازادي راډيو ته يې د پېښې کيسه داسې وکړه.

هغه وویل: "څلور په‌کې زموږ د کورنۍ وو، يو مې مور، يو مې پلار، يوه مې خور وه او يو مې ورور. له کابل څخه جلال‌اباد ته راتلل، د شپې ۱۱بجې وې چې سروبي سيمه کې يې پېښه وکړه او موټر سيند ته وغورځېد."

نوموړی وايي، د چلوونکي د بې‌احتياطۍ له امله چې د ده د کورنۍ غړي مړه شول، اوس دی له خپلې کوچنۍ خور سره يوازې ژوند کوي.

دغه راز د کاپيسا يو اوسېدونکی چې نه‌غواړي راپور کې يې نوم ياد شي او څه موده وړاندې يې ترافيکي پېښه کړې، ازادي راډيو ته يې وويل: "د بې‌احتياطۍ له امله مې ترافيکي پېښه وکړه، شکر څوک په‌کې مړه نه‌شول، خو زما په شمول ځينې کسان ټپيان شول. د همدې ترافيکي پېښې له امله ماته ۳زره ډالر وزيان واوښت."

دا په‌داسې حال کې ده چې په‌دې وروستيو کې د افغانستان له بېلابېلو ولايتونو د ترافيکي پېښو د راپورونو ورکول زيات شوي دي.

افغانستان هغه هېواد بلل کېږي چې له جګړې وروسته په‌کې ترافيکي پېښو له امله خلکو ته ډېره مرګ‌ژوبله اوړي.

د روان ۱۴۰۲کال د مرغومي مياشتې په ۵مه نېټه د ننګرهار ولايت لپاره د طالبانو د حکومت د امنيه قوماندانۍ مسوولانو د يو رسنيز کنفرانس پر مهال ويلي وو، يوازې په دغه ولايت کې د لسو مياشتو په موده کې ۱۰۰ ترافيکي پېښې رامنځته شوي چې په‌کې يې د ۶۹ کسانو د مړه کېدو او ۱۵۵ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی و.