روسي پولیسو څه باندې ۴۰۰ تنه الکسي ناوالني ته د درناوي او دعا په تور نیولي

الکسي ناوالني ته د درناوي د مراسمو یوه څنډه

د بشري حقونو یوه پېژندل شوې ډله وايي، په روسیه کې څه باندې ۴۰۰ کسان چې د کرملین مړ شوي، سرسخت منتقد الکسي ناوالني ته د درناوي او دعا په نیت راټول شوي وو، نیول شوي دي.

د اسوشېټېډ پریس خبري اژانس د خبر له مخې، د روسیې په یوه زندان کې د ۴۷ کلن ناوالني ناڅاپي مړینه د ډېرو روسانو لپاره یو سخت ګوزار و، چې خپلې هیلې یې د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین د راتلونکي برخلیک په باب په دې سرسخت منتقد پورې غوټه کړې وې.

تېره جمعه او شنبه په سلګونو کسان چې د ګلو ګېډۍ او شمعې ورسره وې، د ځپونکو اقداماتو د قربانیانو په محلونو کې ناوالني ته د درناوي او دعا مراتب پر ځای کړل.

د OVD-Info په نوم د بشري حقونو ډلې د معلوماتو له مخې، تر پرون ماښام څلور سوه او یو کسان د روسیې په څه باندې لسو ښارونو کې د پولیسو له خوا نیول شوي دي.

د دې ډلې په وینا، له دې جملې څه باندې ۲۰۰ کسان د روسیې په دویم لوی ښار سنټ پټرزبورګ کې نیول شوي.

د نوفوسیبیرسک او تومسک ښارونو چارواکو د ناوالني د یاد ځایونه چې خلکو د هغه د درناوي لپاره د ګلو ګېډۍ او شمعې ایښودې، محاصره کړي دي.

د مسکو لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو سفیرې لین تریسي (Lynne Tracy) نن د «سولووڅکي ډبرلیک» تر څنګ چې د سیاسي ځپنو د یاد لپاره ځانګړې شوې، د ناوالني د یاد لپاره راڅرګنده شوه.

په مسکو کې د امریکا سفارت په ټولنیزو شبکو کې لیکلي چې په دې ځای کې د الکسي ناوالني او په روسیه کې د سیاسي فشارونو د نورو قربانیانو لپاره ویر کوي.

سفارت د ناوالني له کورنۍ، همکارانو او پلویانو سره خواخوږي ښودلې او ویلي یې دي چې د ناوالني مقاومت الهام بخښونکی دی او دوی یې یاد ته درناوی کوي.

د ناوالني د کورنۍ غړو او هغه ته نږدې کسانو د روسیې په یوه زندان کې د هغه مړینه پرون شنبه تایید کړه.

د دوی په وینا، ناوالني تېره جمعه د قدم وهلو پر مهال بېسده شو او وروسته معلومه شوه چې هغه ساه ورکړې ده.

د کرملین دغه منتقد د هغو تورونو له کبله چې ویل کېږي تر ډېره سیاسي انګېزه لري، نیول شوی او زنداني شوی و.

په سنټ پټرزبورګ کې محکمو تېره جمعه د نیول شویو کسانو له ډلې ۴۲ تنو ته امر کړی چې له یوې تر شپږو ورځو پورې په جېل کې وي.

د محکمو چارواکو د شنبې ناوخته وویل ۹ نور کسان جریمه شوي دي.

د OVD-Info په نوم د بشري حقونو ډلې په وینا، په مسکو کې لږ تر لږه ۶ کسانو ته امر شوی چې ۱۵ ورځې په زندان کې تېرې کړي.

دغه ډله وايي، یو کس په جنوبي ښار کراسنودر او دوه نور په بریانسک کې بندیان شوي دي.

ناوالني په داسې حال کې مړ شوی چې ټاکل شوې په روسیه کې راروانه میاشت د ولسمشرۍ ټاکنې وشي او تر ډېره اټکل کېږي چې ولادمیر پوتین به د نورو شپږو کلونو لپاره پر قدرت پاتې شي.

د شنبې په ورځ هم د الکسي ناوالني د مړینې علت نه و په ډاګه شوی او دا هم معلومه نه ده چې روسي چارواکي به د ناوالني مړی د هغه کورنۍ ته وسپاري که نه.

د ناوالني ډلې د شنبې په ورځ ویلي چې د هغه په مړینه کې سیاستوال لاس لري.

دغې ډلې پر چارواکو تور ولګاوه چې په لوی لاس یې د ناوالني د مړي سپارل ځنډولي دي.

ناوالني د ۲۰۲۱م کال د جنورۍ پر ۱۷مه د مسکو په هوايي ډګر کې له جرمني تر ستنېدو وروسته ونیول شو او هغه په جرمني کې د مسمومېدو له کبله تداوي کېده.

کرملین د هغه په مسمومېدو کې خپل دخالت رد کړی و.

ناوالني د نوویچوک په نوم په یو ډول زهري موادو مسموم کړای شوی و او هغه دا کار ولادمیر پوتین ته نږدې کسانو کار بللی و.

ناوالني په هغه وخت کې له هېواده بهر د مشروطې ازادۍ له شرایطو د سرغړونې له کبله په دوه نیم کاله بند محکوم شو.

د روسیې د حکومت دغه منتقد د ۲۰۲۲م کال په مارچ میاشت کې د سپکاوي او درغلۍ په تور په نهو کلونو بند محکوم شو چې د هغه ملاتړي وايي دا تورونه سیاسي انګېزه لري.

وروسته د روسیې محلي چارواکو د ناوالني د اداري فساد ضد بنسټ او شبکه یو «افراطي» سازمان اعلان کړ او د ناوالني تر نیول کېدو وروسته یې د هغو فعالیت بند کړ.

د تېر ۲۰۲۳م کال په اګست میاشت کې یوې محکمې د ناوالني د بند موده ۱۹ کلونو ته وغزوله او ناوالني یې هغه زندان ته ولېږه چې امنیتي تدابیر یې سخت دي.