اسراییل: د غزې په یوه روغتون کې مو وسلې او تروریستان نیولي

یو شمېر اسراییلي ځواکونه په غزه کې

په غزې تړانګه کې پر ناصر روغتون د اسراییلي ځواکونو تر چاپې اچولو وروسته، د اسراییل پوځ نن په یوه اعلامیه کې وویل چې په روغتون کې ځینې وسلې موندل شوي او په لسګونو ترویستان یې نیولي دي.

د اعلامیې له مخې، په نیول شویو کسانو کې تر شلو زیات یې د تېر میلادي کال د اکتوبر میاشتې پر اوومه پر اسراییل په پراخه حمله کې لاس درلود.

د حماس توندلارې ډلې چې د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه یې یو ترویستي سازمان ګڼي، پر اسراییل په هغه حمله کې لږ تر لږه ۱۲۰۰ کسان وژلي او ۲۴۰ نور یرغمل کړي وو.

د یوه لنډمهاله اوربند پر مهال چې ۷ ورځې یې دوام وکړ، د سلګونو فلسطیني بندیانو د خوشې کېدو په بدل کې ځینې یرغمل شوي کسان خوشې شول، خو تر ۱۰۰ کسان لا هم د حماس په بند کې دي.

د اسراییل پوځ ویلي چې د غزې د جنوب په خان یونس ښار کې په ناصر روغتون کې د دوی عملیات روان دي.

د پوځ په اعلامیه کې ویل شوي چې دغه اقدام د استخباراتي اطلاعاتو پر اساس شوی دی.

د اسراییل د پوځ په وینا، دغه اطلاعات ښيي چې د حماس توندلارې ډلې له دې روغتون د حملو لپاره کار اخیست، هغه تور چې حماس ډلې تایید کړی نه دی.

د اسراییل ځواکونو پر ناصر روغتون چې په غزه کې تر ټولو پراخ فعال روغتون ګڼل کېږي، دغه پوځي عملیات د پنج شنبې په ورځ وکړل.

د اسوشېټېډ پریس خبري اژانس د راپور له مخې، دغه چاپه او عملیات په دې روغتون کې چې په سلګونو روغتیايي کارکوونکي او ناروغان حاضر وو، د ګډوډۍ سبب شول.

په غزه کې روغتیايي چارواکو نن ویلي چې د دې روغتون د جدي څارنې په څانګه څلور ناروغان د اکسین د نه رسېدو له کبله مړه شوي دي.

د امریکا او اسراییلو ولسمشران - ارشیف

په همدې حال کې سپینې ماڼۍ ویلي چې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن د اسراییل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو یو وار بیا وغوښتل چې د ملکي فلسطینیانو د خوندیتوب لپاره له یوې باوري او اجرا وړ طرحې پرته په رفح ښار کې پوځي اقدام ونه کړي.

د غزې په نورو برخو کې د روانې جګړې له ډاره شا و خوا یو ملیون کسانو رفح ښار ته پناه وړې ده.

د رویټرز خبري ژانس د خبر له مخې، په څه کم یوه اوونۍ کې دا د بایډن او نتنیاهو ترمنځ دویمه ټلیفوني مکالمه وه.

دواړو مشرانو د حماس توندلارې ډلې له بنده د نورو یرغمل شویو کسانو د خلاصون په باب هم خبرې وکړې.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ژمنه کړې چې د پاتې یرغمل شویو کسانو په خلاصون کې د مرستې لپاره به هره هڅه کړي.