متحده عربي امارات؛ د هندوانو تر ټولو لوی معبد د مودي په موجودیت کې پرانیستل کیږي

د هند صدراعظم نریندرا مودي

د هند صدراعظم نریندرا مودي په منځني ختیځ کې د هندوانو تر ټولو لوی معبد پرانیزي.

دې معبد ته په متحد عربي اماراتو کې اووه ویشت جریبه ځمکه ځانګړې شوې ده چې نژدې یوسل او لس میلیونه ډالر لګښت پرې راغلی دی.

د دې معبد اووه منارې د متحد عربي اماراتو د اوو اماراتو سېمبول دی.

ښاغلی مودي به نن په اماراتو کې د پانګونې او تجارتي اړیکو په سرمشریزه کې هم د مشر مېلمه په توګه برخه واخلي او هند ته تر ستنېدو مخکې به نن د قطر پلازمېنې دوحې ته ولاړ شي او د قطر له چارواکو سره به مذاکرات وکړي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي دي چې ښاغلي مودي پرون د متحد عربي اماراتو له مشر شیخ محمد بن زاید ال نهیان سره وکتل.

دا په تېرو اتو میاشتو کې د دواړو مشرانو پنځمه غونډه ده.

د فرانس پریس اژانس د راپور له مخې، هند او متحد عربي اماراتو په تېرو اتو میاشتو کې یو شمېر تړونونه لاسلیک کړي دي چې په دغو کې د یوه ستر تجارتي او ترانسپورتي مسیر رامنځته کول دي.

په متحده عربي اماراتو کې شاوخوا درې نیم میلیونه هندیان ژوند کوي

دا اقتصادي دهلیز په وچه او سمندر کې د بېړیو او رېلګاډیو په واسطه هند د منځني ختیځ له لارې له اروپا سره وصلوي.

متحد عربي اماراتو ته د نریندرا مودي سفر د هند د عمومي ټاکنو په درشل کې ترسره کیږي، ټاکل شوې ده چې دا ټاکنې د اپریل په میاشت کې ترسره شي.

په متحد عربي اماراتو کې د هند شاوخوا درې نیم میلیونه خلک ژوند کوي چې دا په خلیج کې د هندیانو تر ټولو لویه ټولنه جوړوي.

د کتونکو په وینا، که څه هم په اماراتو کې مېشت هندیان نه شي کولی چې له بهره رایه ورکړي، خو د مودي دا سفر تر ډېره بیا هم په اماراتو کې پر مېشتو هندیانو متمرکز دی.

د هند صدراعظم پرون په ابوظبي کې یوې لویې غونډې ته وینا وکړه او نن به په متحد عربي اماراتو کې د هندوانو ستر معبد پرانیزي.