د ژمي له يخنۍ راټول شوي معتادین ځانګړو خوندي مرکزونو ته وړل شوي

ارشیف: په افغانستان کې یو شمېر معتادین

په افغانستان کې د ژمي له يخنۍ څخه د ژغورلو لپاره د معتادینو راټولولو کمپاين پيل شوی او تر دې مهاله له څو ولایتونو څخه سلګونه معتادین راټول شوي او د معتادینو د پالنې او څارنې ځانګړو مرکزونو ته وړل شوي دي.

یوه نیمه میاشت کېږي چې ژمی پيل شوی دی، خو اوس د افغانستان په ځينو ولایتونو کې د واورې له اورېدو سره بې سرپناه معتادین تر بل هر وخت ډېر له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

پنځلس ورځې کېږي چې د طالبانو حکومت د هرات، فراه، کندهار، غور، کاپيسا، بغلان، لغمان، بلخ او نیمروز په ګډون، په څو ولایتونو کې د معتادینو راټولولو لړۍ پيل کړې او بې سرپناه معتادین ځانګړو خوندي ځایونو ته وړي.

د طالبانو د حکومت د نیمروز ولایت د امنيې قوماندانۍ ویاند ګل محمد قدرت ازادي راډيو ته وويل چې، دا معتادین د ژمي له يخنۍ څخه د ژغورلو لپاره راټول شوي دي.

هغه وايي: "په تېره اوونۍ کې له زرنج ښار څخه ۷۶ معتادین راټول شوي او په زرنج ښار کې د معتادینو د درملنې کمپونو ته استول شوي دي."

د طالبانو حکومت سږکال په مني کې په هرات، کندهار، کابل او بلخ ولایتونو کې د معتادینو د ساتنې او پالنې لپاره څلور او پنځه زره بستريز مرکزونه جوړ کړل چې په دې ډول له نشه يي موادو څخه د معتادینو لاسونه لنډ کړي.
د فراه ولایت یو اوسېدونکی محمد یونس د معتادینو راټولولو د پروګرام هرکلی کوي او زیاتوي چې په ښار کې د معتادینو اوسېدل د خلکو د ځورېدو سبب کېږي او د ژمي سړه هوا خپله معتادینو ته هم یو لوی خطر دی.

هغه وايي: "په ژمي کې له یوې خوا خپله د معتادینو لپاره مشکل جوړېږي، ځکه چې هوا سړېږي، دا چې دوی د اوسېدو ځای نه لري کېدای شي چې مړه شي. له بلې خوا که وګورو د فراه اوسېدونکو ته يې هم مشکلات جوړ کړي دي، ځکه د نشه يي موادو رانيولو لپاره غلاوي کوي او خلک ځوروي."

د نیمروز ولایت یو اوسېدونکی چې نه غواړي په راپور کې يې نوم یاد شي ازادي راډيو ته وويل، د دې ولایت ډېری معتادین تحصیلات او ښه تجربې لري، د دې لپاره چې هغوی د تل لپاره د نشه يي موادو له شر څخه وژغورل شي باید د هغوی لپاره د کار زمینه برابره شي.

هغه زیاته کړه: "د معتادینو له لاسه د ټول ښار خلک په تکليف کې دي، دوی ډېری يې عالمان، حافظان او یا يې طب ويلی دی، خو نن معتاد شوي او پر ډېرانونو ناست دي نشې کوي. باید دولت دوی ته پام وکړي او د کار زمینه ورته برابره کړي، ځکه چې دوی هم کور او کورنۍ لري."

یو معتاد چې صمد نومېږي او تازه په زرنج ښار کې د معتادینو د درملنې پنځه سوه بستريز مرکز ته راوړل شوی وايي، په دې مرکز کې د درملنې امکانات نشته، دلته معتادین د زندانیانو په ډول ساتل کېږي.

صمد وویل: "اوس دلته موږ نیسي او بيرته مو زندان ته وړي، هلته هره ورځ یو یا دوه معتادین مړه کېږي. په دې ډول نشه نه پرېښودل کېږي، که امکانات وي ټول معتادین غواړي چې نشه پرېږدي، دا بدمرغه ژوند د هیچا هم خوښ نه دی."

که څه هم د طالبانو حکومت په څلور ولایتونو کې د څلور او پنځه زره بستريزو مرکزونو جوړول ګټور کار بولي، خو تر دې مهاله هیڅ یوه روغتيايي او ملګرو ملتونو سازمان بنسټ ته اجازه نه ده ورکول شوې چې په دې مرکزونو کې د معتادینو روغتيايي وضعیت له نژدې څخه وڅاري.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د معتادینو د راټولولو راپور

------------------------
راپور: حفیظ الله نورزاد