ګوټېرېش: پر رفح ښار د اسراییلي پوځ د حملې هوډ به ناوړه پایلې ولري

په غزه کې د روانې جګړې یو انځور

د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي چې پر جنوبي ښار رفح د اسراییل د پوځ د حملې هوډ به ناوړه پایلې ولري.

پنځمې میاشتې ته د اسراییل او حماس ډلې ترمنځ د روانې جګړې له داخلېدو سره په سیمه کې د روان کړکېچ د پراخېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش پرون د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د وینا پر مهال وویل، هغو راپورونو ټکان ورکړی چې په کې ویل شوي د اسراییل پوځ غواړي د غزې پر رفح ښار خپل پوځي عملیات متمرکز کړي.

ګوټېرېش چې په ۲۰۲۴م کال کې د خپلو پروګرامونو او لومړیتوبونو په باب خبرې کولې وویل، په غزه کې د اوربند او د حماس له منګولو د پاتې یرغمل شویو کسانو د خوشې کېدو غوښتونکی دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش

هغه زیاته کړه: "د هغو راپورونو له کبله چې د اسراییل پوځ غواړي په بل پړاو کې پر رفح تمرکز وکړي، ټکان راکړی دی. رفح هغه ځای دی چې په زرګونو فلسطینیانو په ناوړه وضعیت کې د ځانونو د خوندیتوب لپاره پناه وروړې ده. دا ډول اقدامات هغه بشري کړکېچ چې اوس په بالقوه ډول د سیمې له ناویلو عواقبو سره هممهاله روان دي، زیاتوي."

د حماس توندلارې ډلې چې د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه یې یو تروریستي سازمان ګڼي، د اکټوبر میاشتې پر اوومه پر اسراییل په حملې سره ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۴۰ نور یرغمل کړل.

د هغه لنډمهاله اوربند پر مهال چې اووه ورځې یې دوام وکړ، د لسګونو فلسطیني بندیانو د خوشې کېدو په بدل کې په لسګونو یرغمل شوي کسان خوشې شول.

د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت وايي چې پر غزه د اسراییل د حملو له پیله شاوخوا ۲۸زره کسان په دې ښار کې وژل شوي، هغه شمېرې چې خپلواکو سرچینو تایید کړي نه دي.

د جګړې او سختو حملو له دوام سره د دې بحران د حل او پر اوربند د سلا کېدو هڅې روانې دي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د مذاکرو د بل پړاو لپاره د چهارشنبې په ورځ اسراییل ته لاړ او د هغه هېواد له چارواکو سره یې وکتل.

له دې سره هممهاله حماس ډلې د اوربند د ټینګښت او د پاتې یرغمل شویو د برخلیک په باب تازه طرحه وړاندې کړې ده.

ځینو رسنیو او خبري اژانسونو راپور ورکړی چې حماس ډلې د اسراییل له زندانونو د ۱۵۰۰ فلسطیني بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

اسوشېټېډ پریس اژانس راپور ورکړی چې پنځمې میاشتې ته د جګړې له داخلېدو سره سره حماس ډلې تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې مقاومت ته دوام ورکړی دی.

بل لوري ته د اسراییل مشرانو ژمنه کړې چې تر بشپړې بریا او د ټولو یرغمل شویو تر خلاصون پورې به د حماس په وړاندې خپلې جګړې ته دوام ورکوي.

ګومان کېږي چې شاوخوا ۱۳۰ یرغمل شوي کسان لا هم د حماس ډلې په بند کې دي، خو ځینې ناتایید شوي راپورونه وايي چې له دې ډلې ښايي ۳۰ تنه یې د تېرو څلورو میاشتو جګړو پر مهال وژل شوي وي.