د فېسبوک ۲۰مه کلیزه؛ زلفا: د فېسبوک له لارې د افغان نجونو لپاره د زده‌کړو فرصتونه برابر شوي

ارشیف: عکس تزئیني بڼه لري

نن د فبرورۍ څلورمه د فېسبوک ټولنیزې رسنۍ د تاسیس شلمه کلیزه ده.

دا ټولنیزه رسنۍ اوس په ټوله نړۍ کې سلګونه میلیونه کاروونکي لري.

د دغې ټولنيزې رسنۍ چې د متن، انځورونو او غږونو د شريکولو زمينه برابروي یو شمېر افغان کاروونکي د کارولو د پايلو په اړه یې بېلابېلې تجربې لري چې له ازادۍ راډيو سره يې شريکې کړي دي.

د کابل ښار اوسېدونکې زلفا محمدي وايي، فېسبوک په افغانستان کې نجونو لپاره د زده کړې فرصت ته د لاسرسي یوه لار ده.

زلفا وویل: "په افغانستان کې چې نجونې ښوونځیو ته نه‌شي تللای، د زده کړې ډېر فرصتونه د فېسبوک له لارې پیدا کوي. زه یوه عکاسه یم او په دې وتوانېدم چې د فېسبوک له لارې د نړۍ مشهورو عکاسانو سره آشنا شم او دا فرصت مې هم پیدا کړ چې خپل کارونه شریک کړم او ډېر لیدونکي پیدا کړي."

د خوست ولایت اوسېدونکي عمر اندېش چې څه کم ۱۵ کاله کېږي د فېسبوک کاروونکی دی، ازادي راډيو ته یې وویل: 'د ګټې تر څنګ زیانونه هم لري، خو ګټې یې ډېرې دي، فاصلې يې رالنډې کړي، اسانتیاوې يې رامنځته کړي. فيسبوک د زده کړو، د نظریاتو د تبادلې او حال احوال تقریباً غوره ادرس دی."

د کابل ښار اوسېدونکی بریالی نوري چې نږدې لس کاله کېږي فېسبوک کاروي وايي، فېسبوک د ګټې تر څنګ تاوان هم لري او د ځوانانو د وقت د ضایع کېدو لامل کېږي.

نوري وویل: "فېسبوک هم منفي اغېزې لري او هم مثبتې، خو له بده مرغه فېسبوک په افغانستان کې ډېری وخت د تفریح لپاره کارول کېږي او په کې دروغ او ناسم خبرونه او ویډيوګانې خپرېږي."

دا په داسې حال کې ده چې د اړیکو په برخه کې یو شمېر کارپوهان وايي، د تولنیزو رسنیو د کارولو دود باید بنسټیزه شي څو ځوانان وشي کولای چې ترې ښه ګټه پورته کړي.

د ژورنالیزم استاد بصیر احمد دانشیار په دې اړه ازادي راډیو ته وویل، له دې امله چې په افغانستان کې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د پوهاوي کچه ټیټه ده، له یادې رسنۍ څخه منفي ګټه هم اخیستل کېږي.

دانشیار وايي: "مونږ وینو چې جعلي اکونټونه شته چې په شخصیتونو برید کوي. د کارکوونکو د غوره کارونې نشتوالی او د یوه شخصیت څخه منفي نیوکه یو له منفي اغېزو څخه ده، خو مثبتې اغېزې يې ډېرې دي چې د کاروونکو په اقتصادي ټولنیز او کلتوري برخو یې اغېزې کړي."

د ناپلیون‌ګت ویبپاڼې چې د ټولنیزو رسنیو په برخه کې فعالیت کوي، د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ کې په افغانستان کې د فېسبوک د کاروونکو شمېر ۴ میلیونه ۷۴۸ زره ۵۰۰ ته رسېږي چې ۸۲،۷ سلنه یې نارینه او ۱۷،۳ سلنه یې ښځې دي.