افغانستان کې د باران او واورې څپه؛ خلک: د اوبو کچې لوړېدو لپاره واورې ذخيره کوو

ارشیف: د کابل یوه څنډه کې یو کس د خپل بام واوره لاندې غورځوي.

په افغانستان کې د باران او واورې ورېدو څپې له پيلېدو وروسته د بېلابېلو ولايتونو يو شمېر اوسېدونکي وايي، دوی د واورې د ضايع کېدو پر ځای هغه ذخيره کوي ترڅو ځمکه کې د اوبو ټيټه شوې کچه لوړه شي.

له اوږدې وچکالۍ وروسته، له تېرې يوې اوونۍ راهيسې د کابل په ګډون يو شمېر ولايتونو کې د بارانونو او واورو ورېدل پيل شول چې ورسره خلکو ته د وچکالۍ د له‌منځه تللو هيلې راټوکېدلي.

د طالبانو د حکومت پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د مسوولانو د معلوماتو له‌مخې چې تېره ورځ يې خپاره کړل ويل شوي، اوسمهال د هېواد په ۳۰ ولايتونو کې واوره او باران ورېږي.

د بېلابېلو ولايتونو يو شمېر اوسېدونکي وايي، د دې لپاره چې ځمکه کې د اوبو ښکته شوې کچه بېرته راپورته شي، دوی له بېلابېلو لارو واوره ذخيره کوي.

د وردګ ولايت اوسېدونکی شفيع‌الله وايي، دوی له خپلو بامونو تازه ورېدلې واوره راټوله کړه او کور کې يې جوړې شوې څاه کې ذخيره کړه.

هغه زیاته کړه: "موږ هم چې خپل بامونه پاک کړل، واوره مو ټوله ذخيره کړه څو له‌دې لارې وکولی شو د ځمکې لاندې اوبو سطحې راپورته کېدو سره مرسته وکړو."

په بامیان کې ورېدلې واوره چې دغه سیمه یې ټوله پوښلې ده.

د کابل اوسېدونکی حاجي ملک بیا وايي، دوی که څه هم د واورې ذخيره کولو لپاره کومه څاه نه‌ده جوړه کړې، خو د لارو او واټونو پر ځای واوره خپلو کروندو او نيالګيو ته ور ټولوي څو يې پرې اوبه کړي.

هغه ازادي راډيو ته وويل: "موږ خپله اوس داسې کوو، کومه واوره چې پر بام يا په حويلۍ کې جمع شي، بيا يې هغو پټيو او ونو ته وړو چې حويلۍ يا مو له حويلۍ د باندې کرلي وي."

خو د کابل اوسېدونکی ۵۰ کلن ذبيح‌الله بيا وايي، د اوس په پرتله پخوا ځکه د واورې د جذب کچه لوړه وه چې کوڅې خامې وې او واوره به خپله ذخيره کېدله.

نوموړی زیاتوي: "پخوا خو کابل کې داسې و، کورونه لږ وو، نفوس کم و، کوڅې خامه وې، هر کور به ځانته د 'برف انداز' په نوم يو ژور ځای درلود، دا واورې به هلته راټولېدلې او ځمکې به جذبولې."

هممهاله د اوبو او چاپېريال ساتنې د برخې متخصصين وايي، که څه هم د واورو ذخيره کول د ځمکې لاندې د اوبو کچې لوړېدو کې اغېزمن تمامېږي، خو د دوی په ټکو سږني اورښتونه به د اوبو د کمښت ستونزه هواره نه‌کړی شي.

د اوبو د برخې متخصص انجينر احمد جاوېد نور د واورې ذخيره کېدو او د اوبو د کچې لوړېدو لپاره نورې حل‌لارې داسې وښودې.

نور وايي: د اوبو ذخيره بايد وي، محافظتي بندونه بايد جوړ شي. اوسني بندونه چې کوم دي هغه بايد مديريت شي.

هغه وویل: "واوره د اوبو اصلي فکتور دی، موږ بايد ونې وکرو، خلکو ته پوهاوی ورکړو، سرچينې ورته برابرې کړو، د اوبو ذخيره بايد وي، محافظتي بندونه بايد جوړ شي. اوسني بندونه چې کوم دي هغه بايد مديريت شي."

نور اندېښنه ښیي چې اوسنيو کمو اورښتونو ته په اټکل به راتلونکي ۱۴۰۳لمريز کال کې افغانستان د اوبو له سخت کمښت سره مخ شي.

دا په‌داسې حال کې ده چې، د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس تېره ورځ د يو خبر په خپرولو سره ويلي، د طالبانو د حکومت د اوبو او برښنا وزارت له خلکو غوښتنه کړې چې د اوبو سطحې لوړېدو لپاره بايد واورې ذخيره کړي.

افغانستان کې د اوبو د کمښت اندېښنې داسې مهال راپورته کېږي چې نړيوالو سازمانونو په ځلونو افغانستان کې د وچکالۍ په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د روان لمريز کال د مرغومې په ۱۷مه نېټه د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا د يو راپور په خپرولو سره وويل، افغانستان په تېرو ۳۰ کلونو کې تر ټولو سختې وچکالۍ سره مخ دی.