بدخشان: ترافیکي پېښې یو تن مړ او ۷ نور ټپیان کړل

د افغانستان په نقشه کې بدخشان ولایت

د بدخشان په ارګو ولسوالۍ کې په یوه ټرافیکي پېښه کې د یوه ماشوم د مړه کېدو او ۷ نورو کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

د بدخشان لپاره د طالبانو د امنیې قوماندانۍ پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې پرون ماسپښین د ارګو ولسوالۍ په اشکاشان کلي کې یو فلانکوچ ډوله موټر له پاسو ډوله موټر سره ټکر شو چې یو درې کلن ماشوم یې مړ کړ او د پاسو موټر د چلوونکي په ګډون ۷ کسان ژوبل کړل.

چارواکو ویلي چې د دې پېښې علت د پاسو موټر زیات سرعت او له کنټروله وتل وو.

تېره جمعه بیا د میدان وردګ په سید اباد کې په یوه ټرافیکي پېښه کې ۳ کسان مړه او ۳ نور ژوبل شوي وو.

په همدې حال کې د لغمان د ټرافیکو مدیر مولوي حبیب الله مبارز پرون ویلي چې د کابل- جلال اباد پر لویه لار په تېرو لسو میاشتو کې د ۶۲ ټرافیکي پېښو په نتیجه کې ۵۳ مړه ۱۶۷ ټپیان شوي دي.