تمه کېږي چې د حماس مشر اسمعیل هنیه به نن د مصر په پلازمېنه قاهره کې په غزه کې د جګړې د احتمالي اوربند په اړه خبرې وکړي.
یوې سرچینې فرانس پرېس خبري آژانس ته ویلي، وروسته له هغې چې په غزه کې د یوه نوي اوربند لپاره د نړیوالو هڅو په ترڅ کې مرکچیان په پاریس کې سره جرګه شول، حماس چې امریکا او اروپایي ټولنه یې یوه ترهګره ډله پېژني، له اسراییل سره د روانې جګړې په ترڅ کې د شپږو اوونیو په مخه په وړاندیز شوي اوربند غور کوي.
د سخت دریځې حماس ډلې مشر اسمعیل هنیه به په قاهره کې د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې، سي آی اې له مشر ویلیم برنز سره د وړاندیز شوي اوربند په اړه چې د تېرې اوونۍ په پای کې د پاریس په غونډه کې پرې سلا شوې، خبرې وکړي.
په غزه کې د لنډ مهاله اوربند د ټینګېدو لپاره په دې وروستیو کې د قطري او مصري مرکچیانو په مشرۍ هڅې تېزې شوې دي.
خو د دغو هڅو سره سره په غزه کې د جګړې د سړېدو یا د هوایي حملو د کمېدو څرک نه لګېږي.
په غزه کې جګړه اوس د دې سیمې پر جنوبي مهم ښار خان یونس متمرکزه ده.
اسراییل وایي، د حماس مخکښ مشران په دې سیمه کې پټ دي.
په عین حال کې له غزې تړانګې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په جګړو کې د په لسګونو ملکي او د سخت دریځې حماس ډلې د غړیو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.
د اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د راپور له مخې د اسراییل پوځ پرون وویل چې په غزه کې یې د حماس ۱۵ غړي وژلي دي.
اژانس د غزې د عامې روغتیا وزارت په حواله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۱۵۰ ملکي فلسطینیانو د وژلو او ۳۱۳ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.
له دې سره په غزه کې په روانه جګړه کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۲۶ زره او ۹۰۰ ته ورسېد.
د مرګژوبلې دغه شمېرې یوازې د غزې د عامې روغتیا وزارت چې د حماس تر واک لاندې دی خپروي او خپلواکې سرچینې په دې اړه څه نه وایي.
له بلې خوا د اسراییل صدر اعظم بنیامین نتنیاهو له فلسطیني کډوالو سره د ملګرو ملتونو د مرسته کوونکې ادارې د ماموریت د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه.
په دې اړه نور: نتنیاهو له فلسطیني کډوالو سره د مرستو د پای ته رسېدو غوښتنه کړېنوموړی دا غوښتنه وروسته له هغې کوي چې د روغتیا د نړیوال سازمان مشر تیدروس ادهانوم ګبریسیوس پرون چهارشنبې خبرداری ورکړ چې له فلسطیني کډوالو سره له مرسته کوونکې دغې ادارې سره د مرستو کمول به ناوړه پایلې ولري.
په دې اړه نور: ګبریسیوس: په فلسطین کې د ملګرو ملتونو ادارې سره د مرستو کمېدل به ناوړه پایلې ولريد فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د دغې ادارې یو شمېر کارکوونکي تورن شوي چې د تېر کال د اکتوبر په ۷مه نېټه یې پر اسراییل د برید پر مهال له حماس سخت دریځې ډلې سره مرسته کړې ده.
حماس تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي چې دغه تورونه ارزوي.