امیرخان متقي: د سیمې نا امني او له کوم هېواد سره تقابل نه غواړو

کابل کې د نننۍ غونډې یوه څنډه

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي وايي، د دوی حکومت له ټولو هېوادونو سره په مثبت تعامل ټینګار کوي او نه غواړي له هیڅ لوري سره تقابل او ټکر ولري.

نوموړي چې نن یې په کابل کې "د افغانستان سیمه‌ییزې همکارۍ ابتکار" د غونډې په پیل کې خبرې کولې وویل، دوی چمتو دي چې له ټولو نړیوالو لوریو سره د هغوی د اندېښنو په اړه خبرې وکړي.

متقي زیاته کړه:

" افغانستان د یوه داسې هېواد په توګه چې نږدې نیم قرن یې تاوتریخوالی تجربه کړی په هیڅ وجه نه غواړي چې په سیمه کې کوم هېواد نا امنۍ و بې‌ثباتۍ سره مخ شي. د افغانستان د اسلامي امارت لپاره د سیمې امنیت ځانګړی اهمیت لري. اسلامي امارت حاضر دی چې د کډو ګټو او متقابل احترام پر بنسټ د سیمې هېوادونو سره تعامل او همکاري ولري. "

نوموړی داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د ایران و پاکستان په ګډون د افغانستان ګاونډیانو او د سیمې هېوادونو په ځلونو په افغانستان کې د روان وضعیت او په دې هېواد کې د ترهګرو ډلو په فعالیت او ځای پر ځای کېدو اندېښنه ښودلې.

پاکستاني چارواکي په پرله پسې ډول د دغه هېواد د نا امنۍ پېښې په افغانستان کې تنظیم شوي ګڼي، خو طالب چارواکي یې ادعا ردوي

"د افغانستان سیمه‌ییزې همکارۍ ابتکار" غونډه کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست له نړۍ وغوښتل چې د دوی د حکومت موډل ته احترام وکړي، ځکه د ده له قوله؛ د افغانستان تاریخ ښودلې چې بهرنۍ او تپل شوې نسخې د دې هېواد لپاره ګټورې نه‌وې.

متقي په دې غونډه کې یو ځل بیا د یوناما په شتون کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بل استازي له ټاکلو سره مخالفت وښود.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، "د افغانستان سیمه‌ییزې همکارۍ ابتکار" غونډه کې د چین، روسیې، ایران او پاکستان د استازو او سفیرانو په ګډون د سیمې د ۱۱ هېوادونو استازو او سفیرانو ګډون کړی دی.

طالبانو د دې غونډې هدف د افغانستان او سیمې هېوادونو ترمنځ د سیمه‌ییز روایت ایجاد، د سیمه‌ییزو همکاریو پراختیا، د مشترکو ګټو پر بنسټ د منطقه‌يي ‌محور تعامل پر لارو چارو بحث، متقابل احترام او همدا راز سیمه‌ییز اتصال او ټرانزیټ په فرصتونو خبرې کول ښودلي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی او سرپرست سفیر حسن کاظمي قمي چې د دې غونډې ګډون‌‌وال دی، د دې غونډې د پیل پر مهال په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي؛ د ایران د وړاندیز سره سم، د چین، روسیې، پاکستان او ایران استازي د طالبانو په بلنه کابل کې راغونډ شوي چې له افغانستان سره د تعامل لپاره د تماس سیمه‌ییزې ډله خبرې اترې پیل کړي.

کاظمي قمي: د کابل نننۍ غونډه د ایران په وړاندیز جوړه شوې

هغه زیاته کړې، د دې ډلې خبرې اترې له افغانانو سره د مرستې او د سیمې د امنیت و ثبات لپاره کېږي.

د طالبانو حکومت داسې مهال د سیمې هېوادونو او نړۍ ته د تعامل وړاندیز کوي چې لا یې په دې برخه کې کوم مثبت ګام نه‌دی پورته کړی. نړیوالې ټولنې او د سیمې هېوادونو د طالبانو اوسنی رژیم له نجونو او ښځو سره په تبعیضي چلند، له ترهګرو په ملاتړ تورن کړی او دا هم وايي چې حکومت یې ټول‌ګډونه نه‌دی.

خو د طالبانو حکومت بیا دا مسایل کورني موضوعات بللي.