د مخابراتي شبکو د سیم کارتونو د ثبت بهیر او د یو شمېر افغانانو شکایتونه

تصویر له ارشیفه

د طالبانو په واکمنۍ کې د بېلابېلو مخابراتي شبکو له لوري د سيم‌کارتونو د ثبت له بهيره د خلکو شکايتونه!

د بېلابېلو ولايتونو يو شمېر اوسېدونکي وايي، دوی د سيم‌کارتونو د ثبت هرکلی کوي، خو په ټکو يې ورته ټاکل شوي شرايط سخت دي او هر څوک يې د پوره کولو توان نه‌لري.

نبي‌الله چې د کابل ولايت اوسېدونکی دی وايي، د برېښنايي تذکرو ترڅنګ دې پر کاغذي تذکرو هم د سيم‌کارتونو ثبت وشي، ځکه د ده په خبره اوس يوازې د سيم‌کارت د ثبت لپاره د برېښنايي تذکرې لرل شرط ايښول شوی دی.

هغه ازادي راډيو ته وويل اوس‌مهال په نماينده‌ګيو کې سيم‌کارتونه هم نه پيدا کېږي.

نبي الله زیاتوي:

" دا څو ورځې کېږي چې په سيم‌کارتونو باندې محدوديتونه لګول شوي دي، په بازار کې نه پيدا کېږي، خلک په ډېره ستونزه کې دي. چې هرې نماينده‌ګۍ ته ورشو، سيم‌کارت نه وي، احياناً که سيم‌کارت پيدا هم شي، دوی وايي برېښنايي تذکره راکړئ."

مخابراتي شبکو د سیم کارتونو د ثبت لپاره برېښنایي تذکرې لرل شرط کړي، خو یو شمېر خلک وایي دغه تذکرې نه لري او له دې امله ستونزې سره مخ دي

د ننګرهار اوسېدونکی احمد جواد وايي، دی په بېلابېلو ولايتونو کې د مخابراتي شبکو نماينده‌ګيو ته ورغلی دی، خو دا چې برېښنايي تذکره يې نه درلوده، سيم‌کارت يې نه‌دی ترلاسه کړی.

نوموړي ازادي راډيو ته وويل:

" په يو شرکت کې هم، کابل، ننګرهار، مزار، هر يو ته چې ورشې همدا پلمه کوي چې برېښنايي تذکره بايد ولرې، بله ستونزه دا چې سيم‌کارتونه هم نه‌شته، دې ستونزې سره ټول افغانان لاس او ګرېوان دي."

وموغوښتل د سيم‌کارتونو د ثبت پروسه کې د اسانتيا په رامنځته کېدو او د خلکو شکايتونو ته د ځواب ويلو لپاره د طالبانو د حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسوولينو نظر ولرو، خو وياند يې عنايت الکوزي د دې راپور تر خپرېدو د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

نوموړي نن طلوع نيوز خصوصي تلویزیون سره خبرو کې ويلي، تر کومه چې ټولو مخابراتي شرکتونو د دوی وزارت ته د پخوانيو سيم‌کارتونو د ثبت راپورونه نه وي سپارلي، دوی د نويو سيم‌کارتونو وېش ځنډولی دی.

د مخابراتي چارو پوهان بیا د طالبانو د حکومت د مخابراتو وزارت پر روان بهير نيوکې لري.

په تېر جمهوري نظام کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سلاکار ډاکټر محمد اجمل نيازی وايي، د سيم‌کارتونو ثبتول د حکومتونو حق دی، خو بايد د ثبت پر مهال خلکو ته اسانتيا رامنځته کړي.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت ودانۍ - تصویر له ارشیفه

هغه ازادي راډيو ته وويل:

"دا هم نه‌شي کېدلی چې پر خلکو دومره فشار راوړل شي، يعنې تر وروستي حده پورې چې ان دوی نه‌شي کولی چې خپل شخصي ټليفون ولري، په‌دې اړه بايد کار وشي، خلکو ته دې په اسانتيا سره سيم‌کارتونه ورکړل شي او خدمتونه دې وړاندې شي."

ښاغلی نيازی وايي، د سيم‌کارتونو د ثبت او ترلاسه کولو پر مهال بايد د برېښنايي تذکرو ترڅنګ نورې اسانې لارې هم ولټول شي، ترڅو هغه خلک چې تذکرې نه‌لري يا يې په لنډ مهال کې نه‌شي ترلاسه کولی هم سيم‌کارتونه ترلاسه کړي.