د بودیجې کمښت؛ ډبلیو‌ایف‌پي: اړو افغانانو ته د مرستو رسول ستونزمن شوي

ارشیف: مرستو ته ولاړې او منتظرې افغان مېرمنې

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د میلیونونو هغو افغانانو پر وضعیت اندېښنه وښوده چې په افغانستان کې نن سبا د خوړو له کموالي سره مخامخ دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، که څه هم د بشري مرستو له لارې په افغانستان کې د یوې انساني غمیزې مخه نیول شوې، خو د بودیجې د کموالي له کبله ټولو اړو کسانو ته د مرستو رسول ستونزمن شوي دي.

په افغانستان کې د دې ادارې د ارتباطاتو مسوول فلیپ کراپف ازادي راډیو ته وویل چې د خوړو نړیوال پروګرام اړ شو چې په ۲۰۲۳م کال کې په ټول هېواد کې ۱۰ میلیونه کسانو ته د اضطراري مرستو لړۍ بنده کړي او له کبله یې سلګونه زره ښځې او ماشومان له خطر سره مخامخ شي.

هغه زیاته کړه: "دا مهال په افغانستان کې په هرو درېیو کسانو کې یو تن نه پوهېږي چې د بل وخت خواړه له کومه کړي. دا مهال هر ولایت له بحران یا هم د خوړو د نه خوندیتوب له لوړې کچې سره مخامخ دی. زیاتې کورنۍ په ډېرو سختیو کې ژوند کوي. دوی له بد اقتصادي وضعیت، د وزګارتیا له لوړې سطحې سره مخامخ دي او له ناچاۍ د ژوندي پاتې کېدو هڅه کوي او له خپلو وروستیو سرچینو کار اخلي."

ارشیف: ارزګان کې له اړمنو سره د مرستو له لړۍ یو انځور

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام دغه چارواکي ویلي چې له یوه کال راهیسې د بودیجې د کموالي له کبله اوس یوازې کولی شي چې له تر ټولو نهیلو کورنیو سره د خوړو مرستې وکړي.

فلیپ کراپف زیاته کړه، چې د خوړو نړیوال پروګرام په جنورۍ میاشت کې اووه میلیونو کسانو ته د خوړو مرستې او د تغذیې اضطراري مرستې برابرې کړي، حال دا چې د دې شمېر دوه برابر زیات کسان مرستو ته اړ دي.

هغه زیاته کړه چې په راروانو شپږو میاشتو کې د خپلو فعالیتونو د دوام لپاره څه باندې ۷۶۰ میلیون امریکايي ډالرو ته اړتیا لري.

ارشیف: د افغانستان یوه لرې پرته سیمه کې د خوړو نړیوال پروګرام د مرستو موټرې په دې سختو لارو اړمنو ته مرستې ر سوي.

په همدې حال کې په افغانستان کې اړ کسان، له مرستندویو بنسټونو غواړي چې له دوی سره په مستقیم ډول خپلې مرستې شریکې کړي.

د ننګرهار د مولوي خالص فامیلیو اوسېدونکي چې خپل نوم یې نه دی اخیستی، ازادي راډیو ته وویل: "دلته چې کوم د مرستې مواد وېشل کېږي، د کلي ملک ورسره روان وي، د ملک د خپل خپلوانو نوم لیکل کېږي، نورو کسانو ته دا مرستې نه رسېږي."

له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول پاکستانه د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې د بې اسناده افغانانو ډله ییز اخراج په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړو کسانو شمېر زیات کړی دی.

ملګرو ملتونو مخکې ویلي وو چې په افغانستان کې څه باندې ۲۹ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړ دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان تېره میلادي میاشت په افغانستان کې د ناوړه بشري وضعیت په باب له اندېښنو سره ویلي وو، په دغه هېواد کې خلک د ژمي تېرولو لپاره کافي امکانات نه لري.