د مدرسو زرګونه فارغانو ته د طالبانو لخوا د پوهنتوني زده کړو د اسنادو د وېش اعلان

له ارشیفه د طالبانو د یوې دیني مدرسې تصویر

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت د پوهنې له وزارت سره په همغږۍ په ۳۴ ولایتونو کې د مدرسونو له فارغانو د ازموېنو د اخیستلو لړۍ پیل کړې.

د لوړو زده کړو وزارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي دي چې په ازموېنه کې له بریالي کېدو وروسته به د خامسه دورې فارغانو ته د بکلوریا، د عالیه دورې فارغانو ته د لېسانس او د عالمیه دورې فارغانو ته د ماسټرۍ اسناد ورکړي.

د طالبانو د پوهنې وزارت هم پر خپله اېکس پاڼه لیکلي دي چې د دې وزارت سرپرست په کابل پوهنتون کې د مدرسو د فارغانو او طالبانو د ازموېنې له بهیر څخه لیدنه کړې او د طالبانو د علمي کچې ارزونه او د دې بهیر په دوام یې ټینګار کړی.

د دې دواړو وزارتونو د معلوماتو پر بنسټ، په دې ازموینو کې به د مدرسو ۵۰ زره طالبان او فارغان ګډون وکړي.

خو د پوهنتونونو یو شمېر استادان بیا د طالبانو د حکومت دا کړنه غیراکاډمیکه او د افغانستان د تحصیلي نظام په زیان یې بولي.

د پکتیا پوهنتون د اقتصاد پوهنځي مخکېنی استاد جانداد جهاني وايي، طالبانو دا پرېکړه ځکه کړې چې په خبره یې خپلو ملاتړو ته په مختلفو ادارو کې د کار کولو لاره خلاصه کړي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل:

"له مدرسو څخه راغلیو دې کسانو ته چې د لېسانس او ماسټرۍ سندونه ډالۍ کېږي، د کار په بازار او ادارو کې د هغو خلکو ځای نیسي، کوم چې په کلونو کلونو یې په رسمي او منظم ډول زده کړې کړي او ځانونه یې د همدې کارونو لپاره چمتو کړي دي."

د خوست پوهنتون مخکېنی استاد ډاکتر نورالله ښاد بیا وايي، دغه ډول کړنې د افغانستان د تحصیلي اسنادو ارزښت کموي.

"مدرسه په ۸ کلونو کې د ملايۍ اسناد ورکوي او لېسانس په ۱۶ کاله کې اخیستل کېږي، نو دا امکان نه لري چې دوی دې لېسانس شي، همدا کافي ده چې دوی د قاریان او ملایان دي او د حفظ یا ملایۍ اسناد لري. د پوهنتون اسناد د پوهنتون او د مدرسې اسناد د مدرسې اسناد دي، دا چې دوی اوس په یو بل کې دا اسناد ادغاموي، په دې سره به د پوهنتون اسناد هم بې ارزښته کړي."

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت

د طالبانو حکومت داسې مهال د مدرسو فارغانو ته د لېسانس او ماسټرۍ د سندونو د ورکولو لړۍ پيلوي چې تېره میاشت یې د ملکي لوړو زده کړو قانون هم لغوه کړ.

د طالبانو حکومت داسې مهال د مدرسو فارغانو ته د لېسانس او ماسټرۍ د سندونو د ورکولو لړۍ پيلوي چې تېره میاشت یې د ملکي لوړو زده کړو قانون هم لغوه کړ.

همدا شان د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په هرات کې یوې ناستې ته ویلي و چې د تثبیت سویې په ازموینه کې به له ملایانو او طالبانو سره سختي نه کېږي او هغو ته به ډېر ارزښت ورکول کېږي چې ډېرې چاودنې یې کړې وي.

طالبانو د ۲۰۲۲ په دسمبر کې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې

طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته که له یوې خوا نجونې له شپږم ټولګي پورته له ښوونځيو او پوهنتونونو څخه منع کړي خو په وړاندې یې مدرسو ته پاملرنه زیاته کړې ده.

د طالبانو د پوهنې وزارت تر دې مخکې ویلي و چې په هره ولسوالۍ کې لس مدرسې جوړوي او په دې مدرسو او نورو تعلیمي او تحصیلي ادارو کې یې د ۱۰۰ زره هغو استادانو د ګومارلو خبره هم کړې وه چې په دیني برخه کې یې زده کړې کړې وي.

یاد وزارت همدا شان ویلي دي چې په هر ولایت کې یوه لویه جهادي مدرسه هم جوړوي چې تر دې مهال په پنځو ولایتونو کې جوړې شوې دي.

که څه هم طالب چارواکي وايي چې په مدرسو کې دیني مضامین تدریسیږي خو منتقدین یې بیا ادعا کوي چې دا مدرسې د ترهګرۍ د ودې لپاره جوړې شوې دي.