" لیلا " د یوه افغان جنسیت بدلي مستند؛ سویډن کې یې جایزه وګټله

فریبا حیدري، د دغه مستند مرکزي لوبغاړې د جایزې اخیستو پر مهال

د" لیلا "مستند د صبور حسیني په نوم د یوه کس په اړه لنډ مستند فلم دی چې ځان د لیلا په نوم ښځینه کرکټر ګڼي.

دغه مستند فلم په سویډن کې د "گولډ بګي" جایزه ګټلې ده.

د "لیلا" مستند د یوه افغان جنسیت بدلي لیلا صبور حسیني د ژوند کیسه ده.

د دې مستند جوړوونکې فریبا حیدري وايي، د لیلا صبور حسیني رواني او فزیکي ځورونې او زړورتیا یې د دې فلم د جوړولو لامل شول.

دغه افغان فلم جوړونکې وايي، یاد شوی مستند یې په یوه کال کې جوړ کړی دی.

حیدري زیاتوي:

"دا چې څنګه مو دا فلم جوړ کړ، په پیل کې د لیلا جسمي ستونزې وې چې د ټولنې لخوا د نڅا او نورو هغو کارونو له امله چې کړي یې و، ځورول شوې او وهل شوې وه. کله چې ورسره اشنا شوم، په خبرو کې یې څو نور مهم ټکي وو چې پرېکړه مې وکړه او فلم مې جوړ کړ، د هغې رواني ټپونه مهم ټکي وو."

صبور حسیني څوک دی؟

صبور حسیني د "لیلا" مستند فلم مرکزي کرکټر یو افغان ټرانسجنډر دی چې په ۱۹۵۷ کې زېږېدلې دی.

هغه په هرات ولایت کې ژوند کاوه او د دغه ولایت په یوه ولسوالۍ کې یې د ښوونکي دنده ترسره کوله.

د صبور حسیني تصویرونه - ارشیف

شاوخوا دوه کاله وړاندې په ټولنیزو شبکو کې د لیلا صبور حسیني څو مرکې خپرې شوې.

هغه په دغو مرکو کې ادعا کړې وه چې د یو شمېر ځوانانو له خوا ځورول شوی او وهل شوی دی.

د دغه جنسیت بدلي په یوه ویډیويي کلېپ کې چې هغه وخت خپور شوی و، هغه له ژړا سره د خپلې پښې زخمونه هم ښودلي وو او ویلي وو چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یو شمېر ځوانانو په داغ میل سوځولی و.

صبوري ویلي و چې دغو ځوانانو یې د په زوره نڅولو هڅه کړې وه او په دې دلیل یې شکنجه ورکوله.

په دې ویډیو کې لیدل کېدل چې د دغه جنسیت بدلي د پښې د یوې برخې پوستکی ټول سوځېدلی دی.

صبوري همدا شان ویلي و چې د وهلو له امله یې د یوې سترګې دید هم ختم شوی دی.

په ويډيو کې هغه دا ادعا هم کړې وه چې ځینو کسانو غیراخلاقي غوښتنې ترې کولې.

لیلا صبور حسیني وروسته د حنسیت بدلي د یوه ملاتړي سازمان په مرسته له افغانستان څخه یوه امن هېواد ته ولېږدول شو.

ټرانسجنډر یا جنسیت بدلي هغه وګړي دي چې جنسیتي هویت یا جنسیت یې له د زېږېدو انستابي جنسیت سره توپیر لري.

په سویډن کې د فلمي جایزېو د وېش هغه مراسم چې لیلا مستند ته هم پکې جایزه ورکړل شوه

د لیلا مستند فلم داسې مهال جوړ شوی او د ګولډ بګير جایزې ته نوماند شوی چې په افغانستان کې د LGBTQ ټولنې ډېر غړي اوس مهال په پټه ژوند کوي او ځینې یې نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

خو په ځینو نورو هېوادونو کې هم دوی ډېر خوندیتوب نه لري .

څه موده وړاندې په پاکستان کې هم یو افغان جنسیت بدلی د ناڅرګندو کسانو لخوا ووژل شو.

د ګولډ بګي جایزه چې په ۱۹۶۴ کال کې رامنځ ته شوې، هر کال په سویډن کې په مختلفو کټګوریو کې فلمونه ورته نوماند کېږي.

د ۲۰۲۳ کال د غوره مستند جایزه یې څلور ورځې مخکې د لیلا فلم ته ورکړل شوه.