ولې یو شمېر افغان فعالان په ټولنیزو رسنیو کې ناندرۍ سره وهي؟

د یو شمېر ټولنیزو رسنیو تصویر

ټولنيزې رسنۍ چې ډېری هغو ته د زده‌کړې، سياست، فرهنګ او ادب ښوونځی، خو د افغان کاروونکو ترمنځ ډېر د لفظي شخړو، له سپکاوي ډکو ليکنو او د يو بل د غندلو لپاره کارول کېږي.

د ټولنيزو چارو يو شمېر کتونکي وايي، پر خواله رسنيو له‌دې امله هم ځينې کسان پر يوې موضوع يو مخ مثبت يا منفي نظر څرګندوي چې د دوی په ټکو غواړي ټولنه کې ځان مطرح کړي.

ليکوال او ژباړن مير احمد ياد وايي، د نړۍ په نورو بیلابیلو هېوادونو کې هم ځينې موضوعات د ټولنيزې شبکو د ورځې تودې او د پام وړ سوژې ګرځي، خو په خبره یې یو شمېر افغان کاروونکي چې تر ډېره خپل فکر نه‌لري او د يوې موضوع په اړه پلټنه نه‌کوي، د نورو په تقليد مثبت او يا هم منفي نظر ورکوي.

لیکوال او ژباړن، میر احمد یاد

هغه ازادي راډيو ته وويل:

" دلته عموماً نظرونه يو ډول وي، که له اوله يو څه ښه معرفي شي ټول خلک وايي دا ښه دی او که بد معرفي شي، ټول وايي دا بد دی. يو لامل يې دا دی چې افغانستان کې د زده‌کړو کچه ټيټه ده، ډېر کسان چې فېس بوک يا نورې ټولنيزې شبکې کاروي خپله تر ډېره د ليکلو او نظر څرګندونو وړتيا نه‌لري، چې څه وويني هماغه کاپي کوي او بېرته يې خپروي، يا يې هماغه اړخ ته پام کېږي چې مخکې يو بل چا راسپړلی دی."

ليکوال او ټولنيز فعال محمود مرهون بيا وايي، د رواني ستونزو ترڅنګ تر ډېره د وروسته پاتې ټولنو ځوانان د منطق او استدلال پر ځای په هره برخه کې شخړې او جنجالونه کوي او په خبره یې د دوی دا ستونزه ان تر ټولنيزو شبکو چې نظر ورکول په‌کې اسان او ارزان دي، رارسېدلې ده.

مرهون زیاتوي:

"معمولاً هغه ولسونه چې له ستونزو سره مخ وي، ټولنيز ثبات يې له‌منځه ځي او د ټولنيز ثبات له‌منځه تګ ذهني ګډوډي رامنځته کوي، ډېپرېشنونونه او سټرېس زياتيږي، په دغه ډول حالاتو کې د يوې ټولنې خلک بيا عقده‌يي خوا يې ډېرېږي، بل پلو يې بد حالات فکر ور ګډوډوي او چې فکر خراب شي، همدا ډول خبرې راپيدا کېږي."

لیکوال او ټولنیز فعال، محمود مرهون

خو اروا پوهان بيا بېل نظر لري.

د پوهنتون استاد او ارواپوه ذبيح‌الله فضلي وايي، کورنيو جګړو، بې‌وزلۍ او په يوه ټولنه کې د اقليتونو شتون تر ډېره د ځوانانو ترمنځ قومي، ژبني او ان مذهبي تضادونه رامنځته کړي دي، چې په ټکو یې د يادو مخالفتونو پر اساس دوی په ټولنيزو شبکو کې په بېلابېلو پلمو يو بل غندي.

هغه ازادي راډيو ته ځينې نور لاملونه داسې وشمېرل:

" نو کله چې ځينې موضوعات رامنځته کېږي، ځينې کسان د دې لپاره چې خپله عقده خلاصه کړي، دوی په ځينو نشراتو او ليکنو باندې ځان تخليه کوي. دغه راز زموږ د ټولنې غړي په اوازو ډېر ژر باور کوي، دوی احساساتي چلند کوي او نه‌پوهېږي چې خپل احساسات څه ډول کابو کړي او مديريت يې کړي، نو دا لامل د دې کېږي چې دوی په ليکنې، ويلو او بل هره لاره چې وي، ځان يو ډول په رواني لحاظ تخليه کړي."

نوموړی وايي، د دې لپاره چې په ټولنيزو شبکو کې د ځوانانو ترمنځ يو بل ته د سپکاوي، افراطي چلند او بې‌بنسټه څه ليکلو او ويلو ستونزه هواره شي، اړتيا ده چې ځوانانو ته د پوهاوي کنفرانسونه، پر بېلابېلو موضوعاتو منطقي بحثونه او سمينارونه جوړ شي.

فیسبوک په افغانستان کې له زیاتو استعمالیدونکو ټولنیزو شبکو څخه ده

ټولنيزې شبکې په ځانګړي ډول فېس‌بوک او اېکس‌پاڼې چې په نورو هېوادونو کې تر ډېره د مالوماتو رسولو، ټکنالوژۍ ښودلو، تدريس، اعلاناتو او خبر رسونې لپاره کارول کېږي، د افغان کاروونکو تر منځ تر ډیره په نامنطقي بحثونو، ټوکوټکالو او انځورونو خپرولو لپاره مخته وړل کېږي.

ډیری دا فعالیتونه په مستعارو نومونو او ادرسونو کېږي چې د تولنیزو شبکو د فضا خرابولو یو له مهمو لاملونو څخه دي، خو شته داسې کسان هم، چې په خپلو نومونو او ادرسونو ډیر مثبت فعالیت لري چې د ځان د ښه مطرح کولو تر څنک یې د ټولنې د ناخوالو په اصلاح او سمون کې هم د پام وړ رول لوبولی دی.