د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۲

ارواپوهان: اجتماعي رسنۍ د نشه‌يي موادو په ترويج کې مهم رول لري


فراه کې یو شمېر معتادین
فراه کې یو شمېر معتادین

په ټولنیزو رسنیو کې د نشه‌يي موادو وېډيوګاني او انځورونه خپرول نه‌يوازې دا چې د نشه‌يي موادو خرڅلاو ته تبلیغ کول دي، بلکې ځوانان د نشه‌يي موادو استعمال ته هم هڅوي.

ارواپوهان وايي چې په ټولنیزو رسنیو لکه فېس‌بوک، انسټاګرام، ټيک‌ټاک او يوټيوب کې د دې ډول وېډيوګانو خپرول ځوانان بې‌لارې کوي.

دا چې په ټولنیزو رسنیو کې دغه ډول وېډيوګانې او انځورونه خپرول د کوم هدف لپاره خپرېږي؟

مخنيوی يې د کومې ادارې مسؤلیت دی او په ټولنیزو رسنيو کې څنګه د دغه ډول وېډيوګانو مخه نيول کېدای شي؟

په دې اړه له ډاکتر محمد محسن حسن د رواني ناروغیو او معتادینو متخصص سره مرکه شوې او په پيل کې پوښتل شوی چې ټولنیزې رسنۍ د نشه‌يي موادو په ترويج کې څومره ونډه لري؟

د دغې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:59 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG