یو شمېر افغانان د پاسپورټ اخیستلو بهیر کې له ګډوډیو او بې‌نظمیو شکایت کوي

ارشیف: د پاسپورټ ریاست مخته د متقاضیانو ګڼه ګوڼه

د طالبانو د حکومت د پاسپورټ په عمومي رياست کې د خلکو له بې نظمۍ او له اندازې زياتې ګڼې ګوڼې وروسته د پاسپورټ یو شمېر غوښتونکي په دې ریاست کې د کاغذي غوښتونليکونو د اخيستو په بهیر کې له ګډوډۍ او بې نظمۍ شکایت کوي.

په کابل کې د کاغذي یا آفلاین عريضو له لارې د پاسپورټونو د ترلاسه کولو په موخه د پاسپورټ پر رياست سلګونو نارینه او ښځو هجوم وړوړی دی.

وروسته له هغه چې د طالبانو د حکومت د پاسپورټ عمومي رياست د پاسپورټونو لپاره د افلاین غوښتنلیکونو د اخیستو لړۍ پیل کړه، سلګونه کسان د پاسپورټ دفتر ته ورغلي او هڅه کوي د پاسپورټ د اخيستو غوښتنه وکړي.

حسیب الله يو د پاسپورټ له غوښتونکو څخه دی چې وايي، د دې لپاره چې خپلې ناروغې مور ته پاسپورټ اخيستو لپاره غوښتنه وکړي سهار وختي یوه بجه له خپل پلار سره يوځاى د پاسپورټ رياست ته تللى.

حسیب الله: زما د پلار څادر هم د خلکو په منځ کې ورک شو او ټول خلک راټول شوي وو.

نوموړي د پاسپورټ په رياست کې د وضعیت او بې نظمۍ په اړه ازادي راډیو ته وویل: "د دې لپاره چې مونږ ناروغ درلود او ډاکترانو ویل چې دلته زموږ د ناروغ درملنه ممکنه نه ده، نو د شپې یوولس بجې د عریضې لپاره ورغلو. د شپې یوه بجه هم ډېر خلک راغللي وو، ډېر بد حالت و، تر دې ځایه چې زما د پلار څادر هم د خلکو په منځ کې ورک شو او ټول خلک راټول شوي وو."

دى وايي، پخوا يې په انلاين ډول نومليکنه کړې وه، خو له يو کال وروسته يې لا هم خپل پاسپورټونه نه دي ترلاسه کړي.

یو بل پاسپورټ غوښتونکی چې بهر کې د کار کولو لپاره غواړي له افغانستانه ووځي او د پاسپورټ رياست ته د غوښتنليک د ورکړې لپاره تللی وايي چې طالبان خلک په دنډو وهي او بې نظمي بېخي ډېره ده.

نوموړي د نوم نه اخيستو په شرط ازادي راډيو ته وويل: "کله چې پاسپورټ رياست اعلان وکړ، ټول خلک غواړي چې پاسپورټ واخلي کله چې زه لاړم حالات ډېر خراب وو حتی مجاهدينو خلک په لرګيو وهل، ښځې او ماشومان ټول وو، زه غواړم چې بهر ولاړ شم چې خو ومې ليدل چې د پاسپورټ د ترلاسه کولو امکان نه شته په نږدې ورځو کې."

د بلخ ولايت يوه ښځينه زده کوونکې شيذر صميم وايي، له دې امله چې په افغانستان کې د نجونو لپاره د زده کړو زمينه نه ده برابره، نو پرېکړه يې کړې چې په بهر کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي او له همدې امله پاسپورټ ته سخته اړتيا لري.

هغې وویل: "له بده مرغه پاسپورټ نه لرم. یو کال مخکې مې نوملیکنه کړې وه، خو د پاسپورټ په اړه هیڅ خبر نه و. زه شخصاً غواړم چې خپلو زده کړو ته د دوام ورکولو لپاره پاسپورټ ترلاسه کړم، د افغانستان د وضعیت د بدلون او ښه کېدو هیله نه شته."

ارشیف: په کابل کې د پاسپورټ غوښتونکو د ګڼې ګوڼې انځور

د پاسپورټ غوښتونکي په داسې حال کې له دې وضعیت څخه شکایت کوي چې د ټولنیزو رسنیو یو شمیر کاروونکو د پاسپورټ په دفتر کې د خلکو د ګڼې ګوڼې او ګډوډۍ عکسونه او ویډیويي کليپـونه خپاره کړي او وایي، خلک د پاسپورټونو اخیستو ته په بیړه لري ځکه چې په افغانستان کې د خدمت کولو زمينه نه ده ورته مساعده او پايله کې اړ کېږي چې خپل نور کلى او سيمه پرېږدي.

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې د پاسپورټ غوښتونکو د نیوکو او د کاغذي غوښتونليکونو د اخيستو د څرنګوالي په اړه د طالبانو د حکومت د پاسپورټ ریاست د ویاند نورالله پتمن نظر هم واخلو، خو هغه د راپور تر خپرېدو پورې زموږ پوښتنو ته ځواب ور نه کړ.

د طالبانو د حکومت د پاسپورتونو عمومي ریاست مخکې اعلان کړی و چې د روانې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ به د پاسپورټ غوښتونکو څخه د کاغذي یا آفلاین غوښتنلیکونو اخیستلو لړۍ پیل کړي.

د دوشنبې په ورځ د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټونو عمومي رییس عبدالکریم حسیب په یوه ویډیويي کلیپ کې چې د دغه وزارت په ایکس‌پاڼه کې خپره شوې ویلي چې د پاسپورټونو د آنلاین وېش لړۍ له یوه کال راهیسې روانه ده، خو د پاسپورټ اړمنو غوښتونکو ته پاسپورټونه نه رسېدل.

هغه دا هم ويلي وو چې د پاسپورټ غوښتونکو آفلاین یا کاغذي غوښتنلیکونه به په راتلونکو اوونیو کې د پنجشنبې په ورځ اخيستل کېږي.

هغه له خلکو غوښتي وو چې د نظم ساتلو ته پام وکړي.