د افغانستان امریکایي پوهنتون افغان نجونو ته نوي تحصیلي فرصتونه برابروي

له ارشیفه د یو شمېر ښځینه افغان زده کووونکو تصویر

په داسې حال کې چې له څه باندې دوه کاله تېرېدو وروسته، لا هم په افغانستان کې ښځې او نجونې د طالبانو له‌خوا تر شپږم ټولګي پورته د زده‌کړو اجازه نه‌لري، د افغانستان امريکايي پوهنتون خبر ورکړی چې افغان محصلانو په ځانګړې توګه ښځو او نجونو ته په افغانستان کې د لوړو زده‌کړو زمينه برابروي.

دغه پوهنتون په خپله ایکس‌پاڼه (پخواني ټوېټر) کې د یوې اعلاميې په خپرولو سره د دې اقدام هدف د یوه لوستي کاري ځواک پیدا کول بللي، ځکه د دغه پوهنتون په وینا مسلکي کاري ځواک په افغانستان کې د سیاسي او اقتصادي ثبات بنسټ دی.

دا پروګرام د هغو زده‌کوونکو لپاره دی چې نهم او لسم ټولګي یې بشپړ کړي او یوولسم ټولګي یې پیل کړي، خو په افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو د طالبانو د بندیز له امله نه‌شي کولی خپلې زده‌کړې بشپړې کړي.

د افغانستان امریکايي پوهنتون ټینګار کوي چې دا پروګرام یوازې د هغو زده‌کوونکو لپاره دی چې په افغانستان کې دننه ژوند کوي.

که څه هم ياد پوهنتون نه‌دي ويلي چې، څومره زده‌کوونکي مني او د خپل تعلیمي سیستم د جوړښت په اړه یې هم ډېر جزيات نه‌دي ورکړي، خو ويلي يې دي چې، په ان‌لاین ډول له افغانستان څخه غوښتنلیکونه مني او د هغو کسانو غوښتنلیکونه نه‌مني چې له افغانستانه بهر ژوند کوي.

په افغانستان کې د امریکايي پوهنتون دغه اقدام له شپږم ټولګي څخه پورته د یو شمېر هغو نجونو له تود هرکلي سره مخ شوی چې د طالبانو د حکومت له‌خوا ښوونځیو ته له تګ څخه منع شوي دي.

د هرات یو ښځینه ښوونځی - تصویر له ارشیفه

د کابل ښار د يوې لېسې زده‌کوونکې کبرا حیدري په‌دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"علم او پوهه د هر انسان حق دی، په ځانګړې توګه د هرې نجلۍ حق دی، چې باید ترلاسه يې کړي، د امریکايي پوهنتون دا اقدام يو ښه ګام دی، په اوسنيو شرايطو کې دا د هرې نجلۍ لپاره يوه رڼا ده، موږ واقعا غواړو خپلو زده‌کړو او تحصيل ته دوام ورکړو."

خو يوه بله زده‌کوونکې عايشه که څه هم وايي دا يو ښه اقدام دى، خو غوښتنه کوي چې، د ټولو ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې دې د نجونو پر مخ پرانېستل شي.

هغه زیاتوي:

"له نړیوالې ټولنې او حکومت څخه زموږ غوښتنه دا ده چې د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي او هغوی ته د زده‌کړې او تحصيل اجازه ورکړي. یوازې دا پوهنتون کافي نه‌دی، ټول ښوونځي باید پرانیستل شي."

دوی غواړي چې د هېواد په هر ګوټ کې ټولو نجونو ته د زده‌کړې حق ورکړل شي او هېڅ نجلۍ بايد له زده‌کړو بې‌برخې پاتې نه‌شي.

دا په‌داسې حال کې ده چې، د طالبانو د حکومت د رياست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي هم د افغانستان د مرکز او ولايتونو د پوهنې د رئيسانو د تجربو شريکولو او همغږۍ ورکشاپ په ترڅ کې پرته له‌دې چې د طالبانو د حکومت له خوا د ښځو او نجونو پر زده‌کړو د بنديز د لرې کولو او يا د هغوى د وضعيت په اړه څه ووايي، زياته کړه چې د ښوونې او روزنې د ښه چاپيريال رامنځته کول د دوى د حکومت له مسووليتونو څخه دي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پر افغانستان د طالبانو له بياځلي واکمنۍ وروسته، د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې او ښځې ښوونځيو ته له تلو منع کړې.

دغه شان د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې طالبانو پوهنتونونو ته د نجونو پر تګ هم بندیز ولګاوه، چې ملي او نړیوال غبرګونونه یې راوپارول.

که څه هم د طالبانو حکومت په دې اړه کوم غبرګون نه‌دی ښودلی، خو تل یې ویلي، چې د اسلامي شريعت په چوکاټ او د مناسب چاپيريال په رامنځته کولو سره د نجونو د زده‌کړو لپاره هڅې کوي.

هغه هڅې چې له دوو کلونو څخه زیات وخت وروسته يې لا هم کومه پايله نه‌ده معلومه او د نجونو د راتلونکي او زده‌کړو په اړه اندېښنې لا هم پر ځای پاتې دي.