کابل کې د انګلیسي ژبې د یوه ښوونکي مرموزه وژنه

د افغانستان په نقشه کې د کابل تصویر

د دوشنبې په ورځ په کابل ښار کې د عبدالرشید دروېش په نوم د انګلیسي ژبې یو ښوونکی ووژل شو.

د ياد ښوونکي خپلوان وايي، هغه چې د انګلیسي ژبې په یوه انسټیټیوټ کې یې تدریس کاوه، له یوه کال راهیسې د انګليسي ژبې د ټافل او دوولینګو د ازموینې د لارښوونې په څانګه کې يې کار کاوه.

د نوموړي یو ملګری او همکار چې نه‌یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته وویل، هغه چا سره یې شخصي دښمني نه درلوده او ده ته هم دا يوه پوښتنه ده چې هغه به د چا له‌خوا وژل شوی وي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل:

"د شپې یوولس بجې وې چې هغه موږ ته وویل ښار ته ځم، هغه له کورس څخه وتلی و. له هغه مهال چې هغه لاړ موږ له هغه هيڅ احوال نه درلود، نه‌پوهېږم څو بجې وې، چې د هغه نورو ملګرو ته زنګ راغی، چې پنځمې حوزې ته د دې ځانګړنو لرونکی جسد راوړل شوی، نوم یې رشید دی، ته یې پیژنې که نه؟ هغه يې وژلی و او جسد یې ورته په قرغه کې غورځولی و."

د عبدالرشید دروېش د ملګرو په وینا، هغه د کابل پوهنتون د پښتو ژبې او ادبیاتو له څانګې فارغ شوی و او تر فراغت وروسته یې په انګلیسي ژبه کې تدریس پیل کړی و.

په کابل او یو شمېر ولایتونو کې د جنایي پېښو زیاتیدو خلک اندېښمن کړي- تصویر له ارشیفه

په همدې حال کې د نوموړي يو پخوانى همکار چې نه‌يې غوښتل نوم يې په راپور کې واخيستل شي، وايي چې پرون يې د هغه د وژنې په اړه خبر ترلاسه کړ او ډېر خواشينی دی.

هغه وايي، د ځوانانو او ښوونکو وژل کېدل د افغانستان د پوهنې سکتور ته ستره ضایعه ده.

نوموړي له ازادي راډيو سره په خبرو کې د طالبانو د حکومت له اړوندو چارواکو وغوښتل چې د عبدالرشید دروېش د وژنې عاملین پيدا او محاکمه کړي.

سرچینې زیاته کړه:

"موږ خفه يو پرې، ځکه داسې دليل يې هم نه‌دی معلوم، داسې کار خو ناروا دی، ظلم دی، دا خلک ظالمان دي. خلکو سره يې مرسته کوله، ډېر خدمت يې کاوه افغانستان کې، زده‌کوونکي يې ډېر زيات تېر شوي وو، دا د پوهې يوه ډېوه وه."

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په‌دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د ملي دفاع سرپرست وزیر محمد یعقوب مجاهد د یک‌شنبې په ورځ په کابل کې په یوه خبري غونډه کې ادعا وکړه چې د امنیت تامین د دوی د حکومت لویه لاسته راوړنه ده.

په دې وروستیو کې د بېلابېلو ولایتونو په ځانګړي ډول د کابل اوسېدونکو له ازادي راډیو سره په خبرو کې د جنايي پېښو پر ډېرېدو اندېښنه ښودلې ده.

په تېرو څو ورځو کې په کابل کې یو ډاکټر او په ننګرهار کې یو ماشوم هم وژل شوي دي.