په افغانستان او ګاونډ کې یې د افغان جنسیت بدلو د وضعیت په اړه اندېښنې

بیرق دگرباشان جنسی

یو شمېر افغان جنسیت بدلي وايي چې په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې د افغان ال جي بي ټي کيو وضعیت ته اندېښمن دي.

دوی وايي چې روغتيايي خدمتونو، کار او ټولنيزو مرستو ته لاسرسی نه لري او له خپلو حقونو بې برخې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې اوونۍ د سې شنبې په ورځ د ډسمبر په ۲۶ د پاکستان په پېښور ښار کې د عبیدي په نوم یو افغان جنسیت بدلی ووژل شو او دې مسلې د افغان جنسیت بدلو اندېښنې لا پسې زیاتې کړې.

د نوموړي د وژل کېدو څرنګوالى تر اوسه نه دى رسنيز شوى.

یوه جنسیت بدلي چې نه یې غوښتل نوم يې په دې راپور کې خپور شې ازادي راډیو ته وویل چې دی او عبیدي یو کال مخکې په افغانستان کې د فشارونو او ګواښونو له امله له پاکستان ته راغلي وو، چې عبیدي څو ورځې وړاندې ووژل شو و او دى هم دلته بد وضيعت کې ژوند تېروي.

نوموړی د بشري حقونو له بنسټونو غواړي چې د دوی وضعیت ته پام وکړي، څو دوی هم هوسا ژوند ولري.

سرچینه زیاتوي:

"دلته زموږ حالت ډېر خراب دی، مونږ سره زور زياتى کېږي، وېښتان مو قيچي کېږي، پر موږ جنسي تېری کېږي، کله چې موږ حوزې ته لاړ شو او شکایت وکړو، که هغوى ته معلومه شي، موږ ته اخطار راکوي چې موږ به ووژني، موږ مجبورېږو چې حوزې ته لاړ نه شو."

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره یو شمېر افغان جنسیت بدلي پاکستان ته تللي چې هلته هم د نه خوندیتوب خبره کوي

په ورته وخت کې د جنسیت بدلو د حقونو یوه فعاله مهره بارکزۍ له ازادي راډيو سره په خبرو کې وايي، چې ال جي بي تي کيو يا جنسیت بدلي نه یوازې په افغانستان کې، بلکې ګاونډیو هېوادونو ته له تېښتې وروسته هم په ناوړه وضعیت کې دي چې دا کار د اندېښنې وړ دی.

بارکزۍ زیاتوي:

"له بده مرغه موږ له دې امله جنسیت بدلي يو چې توپير لرو او دا مو خپله نه دى انتخاب کړى، د عبيدى په څېر به ځپل کېږو او يا به وژل کېږو او له بده مرغه د بشري حقونو سازمانونه او نور بنسټونه په دې اړه چوپه خوله دي."

په ورته وخت کې د جنسیت بدلو د سازمان مشر چې مرکز یې د چک جمهوریت په برنو ښار کې دی ارتمیس اکبرى وايي چې دغه سازمان د ډسمبر په ۳۰مه ملګرو ملتونو ته یو لیک استولی او د طالبانو سره د تعامل په اړه د ملګرو ملتونو د 2721 شمېره پریکړه لیک ته يې غبرګون ښودلى.

نوموړى ادعا کوي چې په دې پرېکړه ليک کې د افغانستان جي بي ټي کيو ټولنې ته اشاره نه ده شوې.

ښاغلی اکبري په افغانستان کې دننه او بهر د افغان جنسیت بدلو وضعیت د اندېښمنې وړ ګڼي وايي چې دغه ډله تل له پامه غورځول کېږي.

اکبري وایي:

"موږ سږ کال د ملګرو ملتونو په امنیت شورا او د اروپا په پارلمان کې څو ځلې په افغانستان کې د دغې ډلې وضعیت مطرح کړ، خو هغه څه چې دردونکي دي دا دي چې ملاتړ یې یوازې په لنډو الفاظو وو او په دې برخه کې هیڅ عملي اقدام نه دی شوی. همدا د دې لامل کېږي چې د LGBTQ ټولنه د کورنۍ، ملګرو، ټولنې او حتی د نړیوالې ټولنې لخوا له پامه غورځول کیږي."

په دې اړه دا راپور هم لوستلی شئ:

اکبري: د افغان جنسیت بدلو کسانو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی (azadiradio.com)

د برېتانیا ګارډین ورځپاڼې د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر په میاشت کې د بشري حقونو د ډلو په حواله راپور ورکړ چې طالبانو په کابل کې د طب یو جنسیت بدلي محصل حمید صبوري له نیول کېدو درې ورځې وروسته هغه وواژه.

هغه مهال د طالبانو حکومت د حامد صبوري د وژنې په اړه چپه خوله وو.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد شاوخوا دوه کاله وړاندې ازادي راډيو ته وویل چې همجنس خوښونکي او همجنس بازي د دیني ارزښتونو او ټولنې خلاف عمل دی او دوی یې مخنیوی کوي.

په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته ډېری جنسيتي او مذهبي اقلیتونه له ګواښونو سره مخ دي چې یو شمېر یې د ګواښونو له امله له هېواده وتلو ته اړ شوي.