له شپږمو ټولګیو تازه فارغې شوې مایوسې نجونې

Your browser doesn’t support HTML5

د بامیان ولایت د ښوونځیو له شپږمو ټولګیو یو شمېر فارغې نجونې وايي چې د راتلونکې لپاره هېڅ امېد نه لري، ځکه نه شي کولای خپلو زده کړو ته دوام ورکړي. د طالبانو حکومت له شپږم د لوړو ټولګیو د زده کوونکو نجونو پرمخ د ښوونځیو درواې بندې کړې دي.