زنداني کړې معترضې سره د طالبانو د ناوړه چلند راپورونه؛ ژولیا پارسي چېرته او څنګه ده؟

په کابل کې طالبانو سره زنداني معترضه، ژولیا پارسي

افغان فعالانې وايي د ښځو د خودجوشه غورځنګ یوه مشره ژولیا پارسي چې د طالبانو په زندان کې له شکنجې وروسته روغتون ته لېږدول شوې وه، بېرته د ملي امنیت ادارې څلوېښتم ریاست ته بېول شوې ده.

د فعالانو په وینا، دا پېښه تېره اوونۍ شوې وه، خو موضوع اوس رسنیزه شوه.

د افغان ښځو د خودجوشه غورځنګ غړې لیلا بسیم بیګا آزادۍ راډیو ته وویل چې د مېرمن پارسي کورنۍ خبره وه چې نوموړې روغتون ته بیول شوې خو هغوی نه غوښتل چې دا موضوع رسنیزه شي.

نوموړې زیاته کړه:

" له بده مرغه دا پېښه تېره اوونۍ شوې ده. هغه روغتون ته انتقال شوې وه ځکه له رواني پلوه یې سخته ضربه لیدلې وه. کورنۍ یې له هغې سره د لیدنې د امکان د برابرولو په خاطر ونه غوښتل چې دا موضوع رسنیزه کړي، خو دا موضوع نن رسنیزه شوه. هغه اوس بېرته څلوېښتم ریاست ته انتقال شوې ده."

د ښځو د حقونو مدافع فعالان ادعا کوي چې ژولیا پارسی له نداپرواني، منیژې صدیقي او یو شمېر نورو معترضو مېرمنو سره یوځای د طالبانو د حکومت په زندانونو کې دي.

ندا پرواني بله معترضه مېرمنه ده چې طالبانو سره زنداني ده

د افغان مېرمنو د حقونو یوه بله فعاله مینه رفیق هم تاییدوي چې مېرمن پارسي د شکنجې په نتیجه کې روغتون ته لېږدول شوې وه.

مینه رفیق وایي:

" موږ ته له کابله احوال راغی چې د هغې وضعیت د هغې روحي او جسمي شکنجې له کبله چې طالبانو ورکړې، ښه نه دی او روغتون ته انتقال شوې وه، خو موږ ته چا د روغتون نوم وانخیست چې کوم روغتون او په کوم ځای کې و خو د هغې وضعیت ښه نه دی."

د طالبانو ویندویانو د دې ادعاوو په اړه د وضاحت لپاره د آزادۍ راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو دوی تر اوسه د دې ښځو نیول نه دي تایید کړي.

د بشري حقونو فعالانو، ملګروملتو او یوشمېر دولتونو د طالبانو له حکومته غوښتي دي چې ښځينه فعالانې له بنده خوشې او د افغان ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وکړي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله، امینه محمد

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امینې محمد د تېرې لیندۍ میاشتې په ۱۵مه په سعودي عربستان کې د اسلامي همکاریو د سازمان په غونډه کې د وینا پرمهال وویل چې پر افغان ښځو د طالبانو محدودیتونه او له خپلو حقونو د هغو محرومول باید په جدي ډول وڅېړل شي.

د ښځو د حقونو او د طالبانو د حکومت د مخالفو فعالانو نیول هغه موضوع ده چې له کبله یې لویدیځو هېوادونو تل د طالبانو پر حکومت نیوکې کړي.

دا او د بشري حقونو نورې اړوندې سرغړونې له هغو عواملو څخه دي چې له کبله یې د طالبانو حکومت د نړۍ هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.