د اوربند پای او د جګړې بیا پيل؛ " غزه بیا جهنمي شوه "

په غزه کې د سختې جګړې بیا پيل

له نژدې یوې اونۍ وروسته د غزې او اسراییل د جنوب خلک پرون یوځل بیا د چاودنو او بمباریو په غږونو له خوبه راویښ شول.

د اسراییلو پوځ وايي چې جنګي الوتکو یې پرون د ورځې په ترڅ کې په غزه کې څه باندې ۲۰۰ اهداف وویشتل.

اسراییل همداراز ادعا کړې چې حماس د اوربند د مودې له پای ته رسېدو مخکې د دې هېواد پر قلمرو د توغندیو ډزې کړي.

غزې ته نژدې د اسراییل د جنوب په څو سیمو کې د خطر زنګونه هم وکړنګېدل.

په عین حال کې حماس چې امریکا او اروپايي ټولنه یې د تروریستي ډلې په توګه پېژني، ادعا کړې چې اسراییلو یې څو طرحې رد کړې او هوايي حملې یې پیل کړې.

د غزې د روغتیا وزارت چې حماس ډله یې اداره کوي ویلي دي چې یوازې د پرونۍ ورځې د پیل په څو ساعتونو کې د دې ښار له سلو زیات اوسېدونکي د اسراییلو په حملو کې ووژل شول.

د اسراییلو د هوایي بمباریو د ویجاړیو یوه څنډه

له بلې خوا د اسراییلو د پوځ یوه ویاند ویلي چې تراوسه هم ۱۳۷ تنه یرغمل له حماس ډلې سره شته چې اکثر نارینه اسراییلي وګړي دي.

د دې چارواکي په وینا، ۱۱۵ نارینه، ۲۰ ښځې او ۲ ماشومان لا هم له حماس سره یرغمل دي.

له دې سره په یوه وخت کې ملګروملتونو د اسراییلو او حماس ترمنځ د جګړې بیا پیل یو ناورین بللی دی.

په ژنیو کې د ملګروملتونو د بشري حقونو د دفتر ویاند یینس لایرکي پرون خبریالانو ته وویل:

"په دې کړکېچ کې ښکېل اړخونه باید د ملکي وګړو ساتنه وکړي او باید د نړیوالو بشري قواننیو په اساس غزې ته د بشري بنسټونو تګ راتګ یقیني کړي. بشري مرستې باید بې له شرطه دوام وکړي او یرغمل هم باید بې له شرطه خوشې شي.ملګري ملتونه به هلته وي او د خلکو د ژوند ژغورنې لپاره به د خوړو، اوبو، روغتیايي خدماتو او نورو حیاتي اړتیاوو لېږد ته دوام ورکړي."

د اوربند ورځو کې غزه له ټولې ویجاړۍ سره لږه د ارام ساه اخیستې وه

د اسراییلو او حماس ترمنځ اوربند د تېرې جمعې په ورځ نافذ شو.

د راپورونو له مخې، حماس ډلې د یوې اوونۍ په ترڅ کې ۱۰۲ تنه یرغمل چې د اسراییل او څو نورو هېوادونو وګړي پکې وو، خوشې کړل.

ویل کیږي د هغو فلسطیني بندیانو شمېر چې اسراییلو خوشې کړل ۲۱۰ تنو ته رسېږي.

حماس ډلې د اکتوبر په اوومه د اسراییل پر قلمرو د برید پرمهال شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل او لږترلږه ۲۴۰ تنه نور یې برمته کړل.