د بشري حقونو یو بنسټ: پاکستاني چارواکو له افغان کډوالو سره پراخ زور زیاتی کړی

پولیسو په کراچۍ کې له افغان کډوالو څخه پلټنې پیل کړي دي. 17 November 2023

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان ویبپاڼه:

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان ویبپاڼې د پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو په اړه د دې سازمان یو تازه راپور ته اشاره کړې چې وايي، پاکستاني چارواکو د دې لپاره چې د دې هېواد څخه د افغانانو ایستل عملي کړي له کډوالو سره پراخ زور زیاتی کړی دی.

په راپور کې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو سره د دې هېواد د پولیسو د زور زیاتي، نیونو، ربړونو او دا چې پولیسو له خلکو پیسې اخیستي او ان له ښځو یې د هغوی ګاڼې اخیستې یادونه شوې ده.

په لیکنه کې وړاندې ویل شوي په زوره له پاکستان څخه د افغان کډوالو ایستل او له هغوی سره زور زیاتی د پاکستان د نړیوالو ژمنو خلاف او د نړیوالو بشري حقونو څرګند سرغړاوی دی.

بلومبرګ ویبپاڼه:

د بلومبرګ ویبپاڼې بیا په راپور خپور کړی چې سرلیک یې دی: "طالبانو په هندوستان کې د افغانستان د سیاسي استازولیو واک خپل کړی دی."

دې ویبپاڼې په هندوستان کې د پخواني جمهوریت د سفیر له قوله ویلي چې د پخواني حکومت لسګونو ډیپلوماټانو چې په هندوستان کې یې د افغان حکومت په ډیپلوماټیکو استازولیو کې دنده درلوده استعفاوې کړي او هغوی چې پاتې دي د طالبانو ملاتړي دي.

په راپور کې همدارنګه د د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان له ملي راډیو تلوېزیون سره د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي د سه شنبې د ورځې د یوې مرکې یادونه شوې چې په کې نوموړي ادعا کړې چې په ممبيي او حیدراباد کې افغان قونسلګرۍ فعالې دي او د دوی له وزرات سره په تماس کې دي.

تر دې مخکې د تېرې جمعې په ورځ په هندوستان کې د افغانستان سفارت ویلي وو، سفارت یې په بشپړ ډول تړلی دی.

دا خبره د دې سفارت په یوه اعلامیه کې راغلې وه او علت یې د هندي حکومت فشار او د ډیپلوماټیک ملاتړ نشتوالی ګڼل شوی و.

هندي چارواکو تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

ټیلګراف:

له بریتانیا خپرېدونکې ټیلګراف ورځپاڼې بیا په یو راپور کې د افغانستان د پوهنې د وزارت د پخوانۍ وزیرې رنګینې حمیدي هغه څرګندونې خپرې کړي چې وايي، طالبان د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو لپاره قانع کېدلای شي.

راپور وايي، رنګینه حمیدې چې په وروستیو کې افغانستان ته تللې وه په دې باور ده چې د نجونو د زده کړو پر موضوع طالبان یوه خوله نه دي او داسې طالب مشران شته چې د نجونو د زده کړو پلویان دي.

ورځپاڼې د افغانستان د پوهنې د دې پخوانۍ وزیرې له قوله زیاته کړې: "دا چې نړۍ طالبان په رسمیت پېژني که نه، خو د څلويښت میلیونه افغانانو لپاره چې نیمايي ښځې او نجونې دي د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ژوند یو واقعیت دی."

نوموړې زیاته کړې، د طالبانو په واکمنۍ له دوو کلونو څخه د زیاتې مودې له تېرېدو وروسته هم نړیوالې ټولنې تراوسه هغه لاره چاره نه ده موندلې چې له طالبانو سره څنګه معامله وکړي، هغه څه چې د رنګینې حمیدي په وینا یې بیه د افغانستان خلک او نجونې پرې کوي.

ټیلګراف د معارف د دې پخوانۍ وزیرې له خولې وړاندې وايي: "لږه موده مخکې د امریکا حکومت له خپلو متحدانو او نړیوالو ادارو سره په ګډه د طالبانو سره په سیاسي خبرو اترو کې بوخت و، خو د هغې په وینا اوس ولې همدا نړیواله ټولنه له طالبانو سره په کار کولو کې ستونزه لري."

طالبانو د خپلې واکمنۍ د پیل راهېسې پر ښځو د پرله‌پسې بندیزونو په لړ کې تر شپږم ټولګې پورته د نجونو منځنۍ او عالي زده کړې بندې کړي او ښځې یې له کوره بهر له کار کولو منعه کړي دي.