غزه کې لنډمهاله اوربند ټینګ شو

Your browser doesn’t support HTML5

په غزې تړانګه کې پر سیمه ییز وخت د سهار له اوو بجو د اسراییل او حماس ډلې تر منځ څلور ورځنی اوربند ټینګ شو. د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي. دا لنډمهاله اوربند د فلسطیني بندیانو او اسراییلي یرغمل شویو کسانو د تبادلې لپاره منل شوی دی. د اوربند تر نافذېدو وروسته غزې ته د بشري مرستو لارۍ روانې شوې.

غزه کې لنډمهاله اوربند ټینګ شو