" د شکونو او اندېښنو سربېره پاکستان افغانستان سره د تماس چینل ساتلی دی. "

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ

پاکستانۍ اېکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ څرګندونې خپرې کړې دي چې وايي اسلام اباد له کابل سره په تماس کې دی.

دا څرګندونې له هغې وروسته دي چې د دې هېواد سرپرست صدراعظم انور الحق کاکړ په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت سختې نیوکې وکړې او هغوی یې تورن کړل چې په خپله خاوره یې هغو پاکستاني طالبانو د فعالیت مخه نه ده نیولې چې په پاکستان کې بریدونه کوي.

کاکړ له پاکستان څخه د افغان کډوالو ایستلو پریکړه هم له همدې کبله وګڼله.

خو اېکسپریس ټربیون د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې اغلې بلوچ له خولې ویلي" زموږ د شکونو او اندېښنو سربېره پاکستان د ( طالبانو تر واک لاندې ) افغانستان سره د تماس چینل ساتلی دی. "

وروسته له هغې چې د پاکستان سرپرست حکومت له دې هېواد څخه د بې اسنادو افغان کډوالو ایستل پیل کړل، افغانستان کې د طالبانو د حکومت او پاکستان اړیکې ترینګلې شوې ښکاري.

پاکستانۍ ایکسپریس ټربیون وايي، پاکستان پریکړه کړې چې په نړیوال دریځ په دې هېواد کې د طالبانو د ریژیم ملاتړ پای ته رسوي.

ورځپاڼه زیاتوي، کله چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له ویاندې ممتاز زهرا بلوچ څخه د دې ترینګلې شویو اړیکو په اړه وپوښتل شول، هغې په مستقیمه توګه د پاکستان په پالېسۍ کې د ظاهري بدلون په اړه تبصره ونه کړه خو په اړیکو کې یې د ننګونو یادونه وکړه او دا ادعا یې تکرار کړه چې " د افغانستان خاوره د ترهګرو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کیږي."

اېکسپریس ټریبیون د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې له خولې زیاتوي چې د دوی بهرنۍ پالېسي د دوی د امنتیتي اندېښنو ځواب ویونکې ده او افغان لوري ته یې دا خبره روښانه کړې او ترې غوښتي یې دي چې "سملاسي توګه دې پر خپله خاوره د ترهګرو ډلو پر ضد موثر اقدامات وکړي. "

په افغانستان کې د طالبانو حکومت پرلپسې دا ادعاوې رد کړي چې ګوندې د افغانستان څخه دې په پاکستان کې بریدونه تنظیمیږي او ټینګار یې کړی چې دوی هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د پاکستان یا بل کوم هېواد پر ضد وکاروي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تر دې مخکې د پاکستان د سرپرست صدراعظم د څرګندونو په اړه ویلي وو چې پاکستان کې دې د بریدونو زیاتوالی په دوی پورې نه تړل کیږي.

مجاهد همدا راز ویلي وي دوی په پاکستان کې امن غواړي خو د دې هېواد امنیت ساتلو مسولیت نه لري.

یو شمېر لویدیزو ورځپاڼو بیا د کرکټ په نړیوال جام کې د افغانستان وروستۍ لوبې ته په پام د افغانستان د کرکټ په اړه لیکنې کړي دي.

په دې لړ کې د اسټرالیايي ورځپاڼې سیډني مارنینګ هیرالډ د یوې لیکنې سرلیک دی " د افغانستان د کرکټ د افسانې له پامه د غورځولو وخت نه دی. "

د لیکنې په یوه برخه کې راغلي دي، نژدې ټولو افغان لوبغاړو د کرکټ مسلکي ژوند د شل اوریزو لوبو له کاروان سره کړې، خو اوس دوی بدلون موندلی دی په ډېره ښکلې توګه یې خپل د توپ وهنې او توپ اچونې تخنیکونه پنځوس اوریزو لوبو ته بدل کړي دي.

لیکوال وايي په دې برخه کې تر ټولو ډیر کریډیټ باید د افغان کرکټ ټیم روزونکي جانټن ټرات ته ورکړل شي چې افغان لوبډلې سره یې دې برخه کې ښه کار وکړ.