پاکستان کې نوي بریدونه؛ ۱۴ سرتېري او ۵ ملکیان وژل شوي، ۲۱ تنه ټپیان دي

د پاکستان پر امنیتي ځواکونو د یوه برید تصویر - ارشیف

په پاکستان کې د تاوتریخوالي د پېښو په دوام د دې هېواد پوځ بېګا ناوخته خبر ورکړ چې د بلوچستان ایالت په ګوادر ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر کاروان په برید کې ۱۴ سرتېري وژل شوي دي.

د پوځ د عامه اړیکو څانګې په یوه بیان کې وویل چې د امنیتي ځواکونو دوه موټر چې پوځي پرسونل پکې سپاره وو، په دې برید کې په نښه شوي دي.

په بیان کې کومه ځانګړې ډله په دې برید نه ده تورنه شوې، خو دومره یادونه شوې چې دا یوه تروریستي حمله وه.

فرانسپرس خبري آژانس د چارواکو له خوا د خپرو شویو تصویرونو په حواله په خپل راپور کې لیکي چې له چاودنې وروسته د پېښې د قربانیانو سوځېدلي مړي پر سړک پراته وو.

د راپور له مخې، چاودنه د پاسني په نوم د ګوادر ولسوالۍ یوه ښارګوټي ته نژدې شوې ده.

دا سیمه چې د کب نیوونکو د سیمې په نوم یادېږي، د ایران له سرحد څخه د کراچۍ پر لور د لویې لارې پرسر پرته ده.

د پاکستان پوځ ویلي دي چې په سیمه کې د دې برید د عاملانو د موندلو لپاره تصفیوي عملیات پیل شوي دي.

په بلوچستان ایالت کې له نژدې لسو کلونو راهیسې د بلوڅ بیلتونپالو چریکي جګړې روانې دي.

په بریدونو کې ملکیان هم په نښه شوي

دا جګړه د بلوچستان د ګاز او کانونو د پراخو زېرمو د کنټرول پرسر پیل شوې ده.

بلوڅان له کلونو راهیسې شکایت کوي چې دوی ته د ایالت له دې پراخو طبیعي شتمنیو څخه عادلانه برخه نه ورکول کېږي.

پرون له دې مخکې په خیبرپښتونخوا ایالت کې هم د پولیسو یو میني بس په یوه چاودنه کې په نښه شو چې ۵ ملکي وګړي یې ووژل او ۲۱ تنه نور یې ټپیان کړل.

دا چاودنه په ډېره اسماعیل خان کې، په هغه سیمه کې وشوه چې په وروستیو څو میاشتو کې د افراطي وسله والو فعالیتونه پکې زیات شوي دي.

پرون یوه بله چاودنه په کلاچۍ سيمه کې هم د پوځ یوه موټر ته نژدې وشوه چې د پوليسو په وينا يو پوځي پکې ووژل شو.

په روان میلادي کال کې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوي چې ولسي خلکو او پوځیانو ته مرګ ژوبله پکې اوښتې ده.

د پاکستان پوځ او حکومت ویلي چې د وسله والو پرضد د دوی پوځي عملیات روان دي.