کلا بنده غزه؛ مخابراتي خدمتونه له منځه تللي او اطلاعاتو ته لاسرسی ستونزمن شوی

د غزې له تازه تصویرونو څخه

د اسراییل د بمباریو په نتیجه کې په غزه کې مخابراتي خدمات بند شوي او له دې کلابندې شوې سیمې څخه د اطلاعاتو خپرولو مخه نیول شوې ده.

د اسراییل پوځ د شنبې په ورځ هغه تصاویر خپاره کړل چې د دوی د ټانکونو کتارونه د غزې د پرانیستو سیمو پر لوري ورو- ورو د تګ په حال کې ښيي.

د پوځ په خبره، د اسراییل جنګ الوتکو د حماس ډلې په لسګونو سمڅې او تر ځمکې لاندې سنګرونه بمباري کړي دي.

د اسراییل د پوځ ویاند دانیل هاګاري ویلي، د دوی ځواکونه لا هم په ساحه کې دي او خپلې پیل کړې جګړې ته وام ورکوي.

د ده په وینا، د عملیاتو دویم پړاو پیل شوی چې اټکل کېږي د غزې په شمال کې به ټولو ساحو ته وغزول شي.

اسراییل تر دې تازه جګړې مخکې هم، خپل په سلګونو زره پوځیان د خپلې پولې په اوږدو کې ځای پر ځای کړي وو.

د اسراییل پوځیانو خپل هېواد ته تر ستنېدو مخکې د شپې له مخې ځینې کوچني تهاجمات وکړل.

د اسراییل د پوځ ویاند وايي پراخې هوايي او د سمندرګي له لارې حملې د دوی د پلیو ځواکونو ملاتړ کوي.

دانیل هاګاري ویلي، د حماس ډلې دوه کلیدي قوماندانان تېره شپه وژل شوي .

هغه ټینګار وکړ چې اسراییل له یوه کمزوري شوي دښمن سره مخامخ دی، دا هغه ادعا ده، چې حماس ډلې لا تایید کړې نه ده.

د جمعې ناوخته د اسراییل د سختو بمباريو له کبله په غزه کې مخابراتي خدمات بند شوي او د اسراییل پوځ ته یې زمینه برابره کړې چې د جګړې په نوي پړاو کې پر زیاتو مسایلو تر ډېره ولکه ولري.

له دې سره فلسطینیان منزوي شوي دي.

دوی په خپلو کورونو یا هم پناه ځایونو کې راګیر پاتې دي، چې د خوراکي موادو او اوبو له کموالي سره مخامخ دي.

پر غزه برېښنا د جګړې په هغو لومړیو پړاوونو کې پرې شوې وه.