د کرکټ مینه‌والو د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې بریا ونمانځله

Your browser doesn’t support HTML5

د پاکستان پر وړاندې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې تر بریا وروسته د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د کرکټ مینه‌وال لارو کوڅو ته راووتل او په نڅاوو، اورلوبو او هوايي ډزو سره یې دا بریا ونمانځله. افغان لوبډلې د کرکټ نړیوال جام روانو سیالیو کې په لومړۍ ځل پاکستان ته ماتې ورکړه. نور په ویډیو کې: